IQNA

په ایران کښې د اسلامی انقلاب بریالیتوب؛خپلواکی،آزادی،اسلامی جمهوریت

0:31 - February 13, 2018
د خبر لمبر: 3481047
نړیواله ډله: دا دی د ایران اسلامی انقلاب د خپل برکتناک ژوند څلویښتم کال ته رسیدلی.داسې انقلاب چې د نړیوالو قدرتونو د سلطې په وړاندې په دریدا سره یې وښودله په خپلې واقعی خپلواکۍ پسې دی او دغه خپلواکی یې د یوه متحد ملت پر ارادې په تکیې سره ترلاسه کړې ده.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامی جمهوری نظام نهه دیرش کلن ویاړمن ژوند د یوه داسې ملت له خوځنده توب،خپلواکی او عزته ډک دی چې په خپل وحدت او یوموټی توب سره یې د دښمنانو دسیسې شنډې کړی دی.خپلواکی او آزادی اسلامی جمهوریت ته د رسیدا لپاره د مبارزې په مهال د ایران د مسلمان ملت چورلیزی غوښتنې او شعارونه ګڼل کیږی.خپلواکی په اسلامی جمهوری نظام کښې یو داسې سټراټیژیک آر او اصل دی چې پکښې بیلابیل سیاسی،کلتوری،اقتصادی او پوځی اړخونه شاملیږی او آزادی هم تل خپل حدود لری چې په اسلامی ټولنه کښې روا آزادی بلل کیږی چې د مظلوم شهید بهشتی په وینا؛د هیواد واقعی خپلواکی د آزادی او عدالت له لارې ساتل کیږی.کله چې په یوه هیواد او ټولنه کښې په سمه معنا عدالت او آزادی ونه ساتل شی،نو خپل په خپله د پردیو د نفوذ لپاره لاره هواریږی او د دې په اپوټه هغه څه چې د یوه ملت آزادی ته معنا ورکولای شی،د هغه ملت خپلواکۍ ده.یو ملت که له یوه اړخه د مثال په توګه له کلتوری،اقتصادی او سیاسی پلوه په نورو پورې پېلې وی،نو خپله آزادی یې له لاسه ورکړی ده.
د اسلامی انقلاب او اسلامی جمهوری نظام نهه دیرش کلن کړچار ته کتنه د دې ښودنه کوی چې د ایران اولس په ویاړ او سرلوړی سره توانیدلی له سخت جنګه نیولی تر نرم جنګ او بندیزونو پورې د دسیسو په وړاندې ودریږی.د ایران دشمنانو د اسلامی انقلاب په بریالیتوب پسې په ټولو کلونو کښې هڅه وکړه په پوځی او اقتصادی اړخ کښې د ایران د خلکو پر ضد له خپل نرم او سخت قدرته استفاده وکړی؛خو دغو فشارونو د اسلامی انقلاب له ارزښتونو څه کم نه کړای شول.هغو لوړو ګامونو چې ایرانی ملت د اسلامی انقلاب په بریالیتوب پسې واخیستل په حقیقت کښې د دښمنانو ټولې معادلې او محاسبات ګډوډ کړل.په محاسباتو کښې دغه تیروتنه د دې لامل شوه چې له ایران سره په دښمنی کښې اوږده لاره کچ کړی خو بالاخره دغو خوځښتونو د ایرانی اولس سترتوب او ویاړونه لا پسې زیات کړی دی چې حتی دښمنانو هم پر دغه واقعیت اعتراف کړی دی.
د ایران اسلامی جمهوری نظام په درستو ډګرونو کښې په خپل عمل سره ښودلی که چیرې یو ملت غواړی خپل عزت،هویت،امنیت او ګټې ترلاسه کړی نو پرځان باوری،سرښیندنه او پایښت ورته اړین دی.ایران اوس د علم او پوهې په ډګر کښې هم د پام وړ وده درلودلی ده او دا د بندیزونو په پړاؤ کښې ترلاسه شوی ده.ایران د علم په تولید کښې لوړه وده لری او د ورته جوړونې په پوهې کښې د بنیادی ژونکو د تولیدولو او تکثیرولو،د آټومی پوهې،له اټومی پوهې په استفادې سره د ډول ډول راډیو درملو، د اټومی بټیو د اړتیاوړ سونګو د تولیدولو او په نانو ټیکناوجی سره د محصولاتو د تولیدولو په څیر په علومو کښې په نړۍ کښې د نویو پوهو د برخمنو هیوادونو په قطار کښې ګرځیدلی دی.
د شناندو له نظره اوس د ایران اسلامی جمهوریت تر پخوا لازیات ثبات لری او که د ایران غلیمانو تر دې مخکښې پورې هڅه کوله د اسلامی جمهوری نظام حقانیت تحریف کړی اوس یې مجبوراً منلی ده چې همیشه حقیقت نه شی پټولې.په همدې وجه ده چې د سلواغې ۲۲مه د انقلاب د بریالیتوب د کلیزې یادونه نه ده بلکې د دغه واقعیت نښه ده چې اوس اسلامی انقلاب د ودې او غوړیدا په لاره کښې مخ پر وړاندې حرکت کوی او پرته له دې چې له خپلو انقلابی ارزښتونو او ایډیالونو یې لږشانته شاتګ کړی وی،لاهم خپلو انقلابی ارزښتونو ته پایبنده دی.د اسلامی جمهوری نظام دښمنانو په تیرو ۳۹ کلونو کښې د بیلابیلو دسیسو په پلانولو سره د دغه نظام د نفی کولو،د ایرانی ملت د خپلواکی د داغی کولو او له نظامه د خلکو د زړونو د تورولو لټه کړی خو له دغو ټولو منفی ځوځښتونو سره سره یې د اسلامی جمهوری نظام او انقلاب ارکانو ته تاوان رسول شوی نه دی.
اسلامی جمهوری نظام د هرډول سلطه مننې او غوښتنې پر نفی کولو او د سلطه پالو قدرتونو په وړاندې له خپلو حقوقو پر دفاع ولاړ دی نو ځکه د خپلواکه او اولسواکه واکمنۍ په توګه د نړیوال استکبار د غوسې او ناخوښۍ لامل شوی دی.اسلامی جمهوری نظام د ایرانی ملت پر ارادې او رای په تکیې سره واقعې خپلواکی غوښتونکو ملتونو ته ثابته کړی،د دښمنانو د زیاتی غوښتنو په وړاندې دریدلی او خپلواکی ترلاسه کولای او له خپلو روا غوښتنو دفاع کولای شی.
دغه مولفې د اسلامی جمهوری نظام د داسې سترو وړتیاو او خوځنده توب ښودنه کوی چې په خپلواکی غواړو ملتونو کښې راتلونکی ته د هیلې او د سرزورو نړیوالو قدرتونو په وړاندې د دریدا په لړ کښې د انګیزې د رامینځته کیدا لامل شوی دی.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i65371

captcha