IQNA

د دیوبند دارالعلوم عالمانو له اړخه؛

په هند کښې بیمه حرام اعلان شوه

10:35 - March 02, 2018
د خبر لمبر: 3481078
نړیواله ډله: د هند دیوبند دارالعلوم عالمانو په فتوا کښې، هر قسمه بیمه حرام اعلان شوه.
په هند کښې بیمه حرام اعلان شوهد ایکنا راپور له مخې، په بمبئ کښې د ایران کلتوری سازمان له اړخه، د دیوبند دارالعلوم عالمانو د بیمه په خلاف فتوا صادر کړه او ټولې بیمه یی شرعا حرام او غیر اسلامی وټاکلې.
دا فتوا یی د یوې نامه په ځواب کښې چې د غازي آباد نه راغلې وه صادر کړي، د عالمانو دې ډلې په فتوا کښې اعلان کړي: ژوند او مرګ د الله په لاس کې دي او هیڅ شرکت یا صنعت د هغې ګارنټي نشې ورکوالي.
په هند کښې ډېر شرکتونه په بیمه کښې مشغول دې او د خپل خدمات وړاندې کولو باندې حق ترلاسه کوي او ځنې هم له دې لارې ګټه ترلاسه کوي.
د دیوبند دارالعلوم پوهاندو اعلان کړي چې دا حرام سود دي او بیمه غیر اسلامي ده.
د دیوبند دارالعلوم ستره او یوه لرغونې پوهنتون یا اسلامی مدرسه په هند ختیځ کښې شمېرلي کېږي، دا مدرسه د هند اوتارپرادش ولایت په دیوبند ښار کښې چې د مظفر نګر او ساهارانپور ترمنځه واقع دي شتون لري. ځنې دا عقیده لري چې دا د آسیا ستره حوزه علمیه ده.
دیوبندی د سنی صوفي برخې یو اسلامی تحریک نوم دی چې له هندوستان نه شورو شوي وو او په خپل وخت کښې افغانستان، جنوبی افریقا او انګلیس پورې خپور شوي وو.
http://iqna.ir/fa/news/3694665
captcha