IQNA

د رهبرۍ سترمقام ۱۳۹۷ لمریز کال، د «ایرانیو سامانونو د ملاتړ» کال وباله

23:10 - March 26, 2018
د خبر لمبر: 3481131
نړیواله ډله:د اسلامي انقلاب ستر لارښود  د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د پیلیدو په مناسبت،  ټولو وطنوالو او ایرانیانو په تیره بیا د شهیدانو  کورنیو، سرښندونکو، ځوانانو، او زلمکیانو ته چې د هیواد هیلې او د علمي حرکت مخ کښان دي د مبارکۍ په وړاندې کولو، او د یو خوښ او خوږ  نوروز او  له خیر او برکته ډک کال  په هیلې سره، نوی کال  د « ایرانیو سامانونو د ملاتړ» کال ونوماوه.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ایت الله خامنه ای د ۱۳۹۶ کال د ټیټو هسکو او خوږو ترخو په یو جاج سره دغه کال د ایراني ولس د عظمت، اقتدار او په ډګر کې شتون کال وباله او زیاته یې کړه: د تیر کال په لومړیو کې تر څلویښتو میلیونو زیاتو کسانو د ولسمشرۍ او شوراګانو په انتخاباتو کې ډیر ښه لوی، بریښوونکی او  معناداره شتون درلود او دغه شتون د بیت المقدس  په لاریون، د مرغومي د نهمې په لاریون او د سلواغې د دوه ویشتمې په  لاریون کې دوام ومونده.
دوی  د کال په وروستیو میاشتو کې د ناکرارۍ د جوړولو لپاره د دښمنانو ناکامو هڅو او پلانونو ته په اشارې سره ، د بلواوو په وړاندې د  ایران د خلکو رضاکارانه لاریونونه   په ټولو ډګرونو کې د ایران د ستر، بصیر، چټک، او هردم تیار ولس دشتون نښه وبلله او زیاته یې کړه: د ایران ولس او حتی هغه کسان چې غوښتل یې بلواوې دهغوي په نوم ختمې کړې د بلواګرو په وړاندې ودریدل او په دغه پیښې سره د ایران د ولس سترتوب تر پخوا زیات روښانه شو.
ایت الله خامنه ای په تیر کال کې د  اسلامي جمهوریت یوه بله بریا، «  په فرصت د سیمه ایزو ګواښونو بدلول» وګڼل او وې ویل: د سیمه ایزو ګواښونو یو هدف ایران ته تاوان رسول وو خو اسلامي ایران نه یوازې هغوی ته د دې اجازه ورنه کړه چې دغه ګواښونه  هیواد ته کوم تاوان ورسوي بلکې هغه یې په فرصت بدل کړل.
دوي د ۱۳۹۶ کال د شعار چې « مقاومتي اقتصاد، تولید او روزګار پيدا کول» وو، د تحقق لپاره شوې هلې ځلې  یو بل مثبت او هیله منوونکی ټکی وباله  او زیاته یې کړه:  د تولید او کارپیدا کولو لپاره  ښه کار وشو او شعار تر یوه حده عملي شو، البته ډیر کارونه پاتې دي چې  باید د دغه شعار ترکامل تحققه جاري وساتل شي.  
 د رهبرۍ ستر مقام  په نوي کال کې د خلکو د حرکت د لرلیدو په بیانولو سره وویل: زه د کال په شعارونو کې معمولا مسوولانو ته خطاب کوم خو سږ کال مې مخاطب ټول ولس منجمله چارواکي دي او ټولو باید سخت کار او هڅه وکړي.
ایت الله خامنه ای د سږ کال اصلي مساله  هم د تیرو کلونو په شان د خلکو د اقتصاد او معیشت مساله وبلله او  او د اقتصادي ستونزو  په هواري کې د اساسي چورلیز په توګه  پر ملي تولید په ټینګار سره یې وویل: که ملي تولید د ټولو په  تعقیب او همت سره ګړندی شي د خلکو ډیر معیشتي مشکلات او د روزګار او پانګه ونې مسالې به هوارې شي او ټولنیز تاوانونه به تر ډیره حده کم شي، په همدې اساس د سږ کال نوم او شعار مې «له ایرانیو سامانونو ملاتړ» ایښی دی.
دوی په حضرت بقیة الله امام مهدی عج الله تعالی فرجه الشریف په  درود    او د امام خمیني په پاک روح په  سلام سره ، د معنویت له پسرلي یعنې د زبرګې ، شعبان او روژې له میاشتو سره د طبیعت د پسرلي هم مهاله کیدل د  ولس د ماد ياو معنوي ودې او غوړیدا  لپاره یو فرصت وباله.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i67780
captcha