IQNA

د پاکستان اسلامی ګالرۍ کښې د شاهنامې ساتنه + انځور

14:34 - April 13, 2018
د خبر لمبر: 3481167
نړیواله ډله: د پاکستان پېښور ښار کښې یوه تاریخي موزه په کال ۱۹۰۶ کښې د وکتوریه یادګار په نوم عمارت جوړ شو، دا موزه د نړۍ شتمنه موزه ده.

د ایکنا راپور له مخې، په پېښور کښې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، د پېښور تاریخي موزه شپږ ګالري لري چې بودایی ګالري، اسلامی ګالري، توکمونو او قومونو ګالري، خطاطی ګالري، د ایران ځانګړې ګالري او د سکو ګالري ته شامل دی.
د دې موزې پاڼکې ښیي چې د خطاطی ګالرۍ کښې ترټولو پرتمینه، ترټولو عالي او لویه خطي نسخه د شاهنامه فردوسی طوسي ده چې د یوولسمې میلادې پېړۍ سره تړون لري او د ایران بېلابېلو شاهانو زمانو ۴۶ انځورونه منعکس کوي.
د دې راپور له مخې، په پېښور کښې د ایران کلتوری سازمان مشر عباس فاموری په پېښور کښې له دغه موزی لید کړي او د دغه موزې مشر آصف سره یی کتنه کړي ده.
آصف د دې کتنې او لید او د موزې تاریخ او د هغې جوړېدو ته اشارې سره وویل: دا سیمه د ستر خراسان حصه وه او هم په دې وجه د دې موزی اسلامی ګالري یوه حصه ایرانی هنرمندو سره ځانګړتیاوې لري.
هغه زیاته کړه: په دې ګالرۍ کښې د ایران سترو شاعرانو خطي آثار او همدارنګه د شاهنامه فردوسی، ګلستان او بوستان سعدی، مولوی مثنوی او د حافظ دیوان نه ساتنه کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3704137
captcha