IQNA

زړه روښانه قاري، د اوقاف په مقابلو کښې د فلیپین غړي + انځور

1:05 - April 21, 2018
د خبر لمبر: 3481180
نړیواله ډله: د فلیپین قرآن کریم دوه قاریان سره د دغه زړه روښانه حافظ او قاري محمد آرامپونی، په مانیل کښې د ایران کلتوری سازمان په همت یی د تهران په قرآن نړیواله مقابلو ۳۵ مرحله کښې ګډون وکړو.

د ایکنا راپور له مخې، په فلیپین کښې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، محمد آرامپونی د فلیپین شیعه زړه روښانه حافظ او قاری دی چې په یو مسیحي کورنۍ کښې زېږېدلې دي.
د مانیل پخوا کښې د کویته(Cavite) ښار په امام صادق علیه السلام جومات مشر دی.
د فلیپین بل غړې حامدین ابیه(Abire) دې چې د اوقاف قرآن مقابلو کښې به ګډون کوي، هغه په مانیل کښې د ایران کلتوری سازمان سره تړې د حضرت محمد صلی الله علیه و آله له دارالقرآن سنیانو روڼو قاریانو نه دي.
حامدین ابیه په کال ۲۰۱۱ ،۲۰۱۲ ، ۲۰۱۳ کښې د مانیل ښار د قرآن کریم د قرائت په مقابلو کښې دویم او دریم مقام ترلاسه کړي وو.
د راپور له مخې، په فلیپین کښې د ایران کلتوری سازمان مشر محمد جعفري ملک دې قاریانو سره کتنه او د دې ته په تهران کښې د قرآن کریم قرائت او حفظ په مقابلو کښې ګډون لپاره د تللو ټکټ ورکولو په وخت خبری اترې وکړي.
په دې کتنه کښې د کلتوری سازمان دارالقرآن چارواکی او استاد سلیمان هم شتون لرلو، دا دارالقرآن د کلتوری سازمان د څارنې لاندې په رسمي توګه فعالیت کوي.
وایئ، د قرآن کریم نړیواله مقابلو ۳۵ له ۳۰ فروردین میاشتې نه د یو کتاب او یو امت شعار سره د په تهران کښې د امام خمیني ره په جومات کښې شورو کېږي او تر شپږم اردیبهشت به ادامه لري.

http://iqna.ir/fa/news/3706319
captcha