IQNA

د پاکستان اهل سنت دآل سعود کورنۍ په لاس دبقیع هدیرې ورانول په سخته محکوم کوی

11:26 - June 24, 2018
د خبر لمبر: 3481264
نړیواله ډله: ټاکل شوې ده دپاکستان ولس نن د دغه هیواد د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ دعمومی منشی علامه راجه ناصر عباس جعفری په غوښتنې ، د بقیع د قبرستان د ورانونې د کلیزې په مناسبت په درست هیواد کې مظاهرې وکړی او د آل سعود رژیم دبشری ضد اقداماتو په ضد خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړی .
 د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د پآکستان داهل سنت یوه دینی عالم پیر سید محمد معصوم حسین نقوی د آل سعود رژیم له خوا دبقیع په هدیرې کې دد آیمه معصومین علیهم السلام د قبرونو د ورانیدا په محکومولو سره وئیلی دی ، آل سعود رژیم د وهابیّت د تعلیماتو په اساس په مکې او مدینې دوو مقدسو ښارونو کې داسلامی دوران ډیر زیات آثار په کنډوالو بدل کړی دی .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې اوسنۍ اسلامی نړۍ نه یوازې د حج د مناسکو دترسره کیدا لپاره د حاجیانو د امنیت او د حرمینو شریفیّنو دساتنې په باب له سعودی واکوالانو ډیرې پوښتنې لری ، بلکې د منا په غمیزې کې د زرګونو حاجیانو قربانی کیدا هم د آل سعود رژیم د نالایقتوب په دلیل ګڼی او دهغوی له خوا د دغې غمیزې د ځواب وئیلو او د دغې غمیزې دلاروښانه کولو غوښتنه کوی .
ټاکل شوې ده دپاکستان ولس نن د دغه هیواد د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ دعمومی منشی علامه راجه ناصر عباس جعفری په غوښتنې ، د بقیع د قبرستان د ورانونې د کلیزې په مناسبت په درست هیواد کې مظاهرې وکړی او د آل سعود رژیم دبشری ضد اقداماتو په ضد خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړی .
د ۱۳۴۴ قمری کال د شوال د میاشتې په اتمه نیټه دبقیع هدیره د وهابیانو په لاس ړنګه شوه او د حضرت اما م حسن مجتبی ، حضرت امام سجاد ، حضرت امام محمد باقر او حضرت امام جعفر صادق علیهم السلام پاک قبرونه ئې وران کړل او داسلام په ضد ئې خپل وهابی هویّت نندارې ته وړاندې کړ .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i73844
captcha