IQNA

په کانادا کښې جومات باندې برید نه ورستو مسلمانانو سره پیوستون

13:37 - June 24, 2018
د خبر لمبر: 3481267
نړیواله ډله: د جمعه په ورځ د کانادا په ادسون ښار کښې مسلمانانو سره پیوستون او هغې نه حمایت لپاره په سلګونو خلک چې څو ورځې مخکښې د دغې ښار یو جومات ته اور اچولو پېښې سره مخامخ شوي وو راټول شول.

د ایکنا راپور له مخې، له سي - ټي - وي نیوز نه په نقل، د دې وړوکې ښار خلکو په لاس کښې کارډونو سره د دغه ښار له مسلمانانو نه د خپل حمایت اعلان لپاره د جماعت مخې ته راټول شول.
د دې ښار مسلمانانو په تېره ماشومانو له دې پېښې چې د تېرې اونۍ د شنبه په ورځ ترسره شوې ده نه ورستو د نورو حملو وحشت سره مخامخ دی.
د ادسون چارواکو دا برید محکوم کړي او د اسلامی ټولنې نه یی د خپل حمایت اعلان کړي، تراوسه ډېرو کسانو د پیغام راوستلو سره د خپل  حمایت او د مرستې لپاره د چمتو کېدو اعلان وکړو.
پولیس وایئ جومات ته اور اچولو کار عمدي وو او دا احتمال دی چې د اسلام نه وېرولو او له نفرت له سببه وې، امنیتي کمري چې کم کسان ښایي هغه په تورو جامو کښې دی او جومات ته اور اچولو نه ورستو تېښته کوي.
د دغه ښار د ښاروال مرستیال ترور بوان له دغې سیمي مسلمانانو نه د حمایت اعلان کړي او څرګنده یی کړه چې مسلمانانو سره له هر ډول مرستې نه به نه ورستو کېږي.
هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې په دې اړه هر اطلاع که لري نو پولیسو ته دې وړاندې کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3724631
captcha