IQNA

په هند کښې د خپلواکۍ غوښتونکې مسلمانانو انځورونو نندارتون

11:43 - July 02, 2018
د خبر لمبر: 3481291
نړیواله ډله: په هند کښې د خپلواکۍ غوښتونکې مسلمانانو انځورونو دوه ورځې نندارتون چې په کښې د هغوي ژوند لیک او فعالیتونو په اړه کتابونه وړاندې شوې دي د هند په حیدرآباد کښې پیل کېږي.

د ایکنا راپور له مخې، د دیلی سیاست خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، نن او سبا په هند کښې د خپلواکۍ غوښتونکې مسلمانانو چې هند ډېر کسان یی له حالاتو بې خبر دي ۱۵۵ انځورونو ته شامله نندارتون پیل کېږي.
په دې نندارتون کښې چې د حیدرآباد په لاکدی پول کښې پیل کېږي، د ازادۍ د هغه جنګیالو چې ګمنام پاتې شوي انځورونه وړاندې کېږي.
د هند مشهور خبریال او تاریخ لیکوال سید نصیر احمد د دغه خپلواکۍ غوښتونکې جنګیالو مسلمانانو انځورونه را جمع کړي او بیا یی د هنرمندو او انځورګرو په لاس جوړ کړي، هغه دا انځورونه په کتاب کښې چې په سراسر هیواد کښې لمانځلې شوي چاپ کړي دي.
په دې نندارتون کښې د دغه جنګیالو انځورونو، ژوند لیک او فعالیتونه را جمع کړي او نندارې ته وړاندې کړي دي. په دغه نندارتون کښې وړاندې شوي کسانو په انځورونو کښې د سراج الدعا، حیدر علی او ټیپو سلطان شامل دی، په دې کتاب کښې همدارنګه د غلام رسول خان، نواب کورنول، مبارزالدوله معصومه بیګم، اکبر علی خان او نورو ژوند لیک هم شامل دي.
د دې نندارتون چې له سهار ۱۰ بجو نه د مازدیګر ۶ بجو پورې به ننداره کوونکو لپاره کولو وې د پیل کولو یوه موخه د نوې نسل دغه شخصیتونو سره آشنا کول دی.
http://iqna.ir/fa/news/3726409
captcha