IQNA

د افغانستان پر جګړې د عربستان د راتلونکې غونډې اغیزې

23:33 - July 06, 2018
د خبر لمبر: 3481306
نړیواله ډله: د افغانستان د صلحې د لوړې شورا د دارالانشاء مشر محمد اکرم خپلواک وايي: طالبان د سعودي عربستان په مکه مکرمه او جده ښار کښې د راتلونکې اونۍ په غونډه کښې ګډون کولی شي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د افغانستان د صلحې د لوړې شورا د دارالانشاء مشر محمد اکرم خپلواک وايي: طالبان د سعودي عربستان په مکه مکرمه او جده ښار کښې د راتلونکې اونۍ په غونډه کښې ګډون کولی شي. هغه یوې لویدیځې رسنۍ ته ویلي دي: مونږ د مکه مکرمې او جدې په غونډه او نورو غونډو کښې د طالبانو د ګډون هرکلی کوو. زمونږ په اند، د هغوي د مختلفو کچو مشران، دیني علما، سیاستوالان او همداشان د طالبانو د مشرتابه کدر غړي په هر ځاې کښې چې وغواړي د افغان دیني عالمانو او سیاستوالانو سره په غونډو کښې ګډون کولی شي او مونږ یې هرکلی کوو.
محمد اکرم خپلواک همداشان ویلي چې که څه هم په سعودي عربستان کښې د راتلونکې اونۍ په غونډه کښې د ګډون لپاره د طالبانو بلنه د اسلامي هیوادونو د ملګرتیا په تنظیم پورې اړه لري، خو مونږ هیله من یو چې هر څه زر له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې اترې پیل شي.
محمد اکرم خپلواک وویل: هغه څه چې مونږ یې د سیمې، نړۍ، اسلامي نړۍ او د افغانستان په دننه کښې وینو او هغه څه چې مونږ د دې پروسې سره د ژمنې په برخه کښې د طالبانو لخوا په بیلابیلو سیمو کښې لیدلي دي، مونږ یې هیله من کړي یو چې که خدای وغواړي، نیغ په نیغه خبرې اترې به ترسره شي.
ایسوشیئیټډ پریس خبري آژانس د رپورټ له مخې، د افغانستان او پاکستان د لوړرتبه چارواکو وروستۍ لیدنې کتنې د دې ښودنه کوي چې د تیرو وختونو په نسبت د کابل او اسلام آباد اړیکې ښې شوې دي. کابل هیله من دی چې اسلام آباد پر طالب مشرانو دباؤ واچوي څو د صلحې خبرواترو ته غاړه کښیږدوي.
په تاشقند کښې د روان کال د وري د میاشتې په غونده کښې چې ولسمشر اشرف غني هم پکښې ګډون درلود، په اسلام آباد کښې د صلحې مسئله وڅیړله شوه. وروسته په ثور میاشت کښې په جکارتا کښې د افغانستان، پاکستان او انډونیشیا د دیني عالمانو په کانفرنس کښې په افغانستان کښې د صلحې په اړه خبرې وشوې او ټاکل شوې ده په راتلونکې اونۍ کښې په سعودي عربستان کښې هم د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو په نړیواله غونډه کښې پر دې موضوع بحث او خبرې وشي.
ډیلي ریاض ورځپاڼې رپورټ ورکړی چې دا غونډه به د راتلونکو سه شنبې او چارشنبې په ورځو جوړه شي او د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو دیني عالمان به پکښې ګډون وکړي. رپورټ زیاتوي چې هغوي به د دهشتګردۍ او ترهګرۍ ټول شکلونه وغندي او د صلحې او پخلاینې د لارو چارو په هکله به سلامشورې وکړي.
خو افغان چارواکي تل په افغانستان کښې د صلحې او جګړې په موضوع کښې پاکستان ته اشاره کوي. د هغوي په وینا په افغانستان کښې د صلحې په هکله د اسلام آباد دریځ د تیرو وختونو په نسبت بدل شوی دی. په اسلام آباد کښې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال چې څو ورځې مخکښې یې هم د پاکستان د پوځ له لوې قومندان قمر جاوید باجوا سره لیدنه کړې وه، رسنیو ته ویلي دي چې ډیره مهمه موضوع د طالبانو قانع کول او تشویقول دي څو د صلحې په پروسه کښې ګډون وکړي. مونږ د صلحې په مسئله کښې د پاکستان پر ملاتړ سترګې نه شو پټولی. ځکه دغه هیواد په دې مسئله کښې مهم رول لوبولی شي او په همدې لړ کښې له پاکستان سره زمونږ خبرواترو پوره پرمختګ کړی دی. دا یوه طبیعي چاره ده کله چې یو څوک له موقت اوربند سره موافقه کوي معنا یې دا ده چې د اوږدې مودې اوربند سره هم علاقه لري. هو کی، طالبان ښايي ځیني ملاحظات ولري او د هغوي خبرې هم باید واوریدل شي، کیدی شي د هغوي خبرې منطق هم ولري او د هغوي منطق ته هم باید غوږ کښیښودل شي. مونږ هم ځانته منطق لرو چې هغوي یې باید واوري. زه هیله من یم په ویلو او اوریدلو او ګډ او متقابل درک سره صلحې ته ورسیږو، داسې صلحې ته چې په زغرده ویلی شم د طالبانو په مشرتابه کښې هم ورسره علاقه لیدله کیږي او کیدی شي دا مینه او علاقه په حقیقت باندې بدله شي.
د تهران پښتو راډیو په دې اړه د طالبانو د ویاند ذبیح ا... مجاهد نظر وپوښته چې هغه په ځواب کښې د افغانستان له حکومت سره هر ډول مذاکره رد کړه او ویې ویل: د کابل اداره له ځانه هیڅ واک نه لري بلکې د ده په وینا، ټول اختیارات د امریکا په لاس کښې دي. نو په دې وجه خبرې یوازې د طالبانو او امریکا ترمینځ کیدی شي او د طالبانو پر دې همیشني دریځ د طالبانو د مشر ملا هیبت ا... د وړوکي اختر په پيغام کښې هم ټینګار شوی دی.
همداشان د افغانستان د ولسي جرګې غړي حاجي حضرت علي هم چې د تهران له پښتو راډیو سره یې د ټیلیفون په لیکه خبرې کولې، په دې هکله د طالبانو د دریځ په تاییدولو سره وویل: د طالبانو خبره صحیح ده او دا یو حقیقت دی چې د افغانستان حکومت د دغه هیواد د جګړې یا صلحې په هکله له ځانه هیڅ واک نه لري. خو د ده له قوله طالبان هم د پردیو د لاس آله دي، هغوي هم خپله هیڅ اراده نه لري او د هغوي واک هم د امریکې او پاکستان په لاس کښې دی. حاجي حضرت علي د وړوکي اختر په ورځو کښې وروستي اوربند ته په اشارې سره څرګنده کړه: په دې اړه فیصله وړومبۍ د امریکې او پاکستان لخوا شوې وه، وروسته یې د افغانستان حکومت هم له دې بهیره خبر کړ او د همدې فیصلې پر اساس د افغانستان په ختیځ کښې د پاکستان د طالبانو مشر ملا فضل ا... د امریکایانو لخوا ووژل شو.
د افغانستان د ولسي جرګې دغه استازي همداراز په سعودي عربستان کښې د دیني عالمانو د راتلونکې اونۍ غونډې ته په اشارې سره وویل: دا به هم د هغو غونډو په شان چې په ازبکستان او انډونیشیا کښې جوړې شوې، یوازې یوه نمایشي غونډه وي او هیڅ نتیجه به ونه لري ځکه چې د افغانستان د جګړې اصلي لاملونه یعنې امریکې او پاکستان د دې جګړې د ختمولو فیصله نه ده کړې.
captcha