IQNA

د بیلجیم او د عربستان غونډې د افغانانو لپاره ګټه نلری

23:08 - July 09, 2018
د خبر لمبر: 3481312
نړیواله ډله:زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان دملی پارلمان غړی «حضرت علی» په بیلجیم کښې د ناټو او په سعودی عربستان کښې د اسلامی نړۍ د علماو راتلونکی دوې (۲)غونډې د افغانانو لپاره بې ګټې وبللې.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل هغه په بیلجیم او سعودی عربستان کښې د ناټو او داسلامی علماو د جولاۍ دمیاشتې د یولسمې(۱۱) او ددولسمې(۱۲) نیټې غونډو ته په اشارې سره وویل دغه غونډې چې هره  یوه یي  په یوه(۱)هیواد کښې جوړیږی د افغانستان دخلکو لپاره هیڅ  ګټه نلری .
د افغانستان دملی پارلمان غړی حضرت علی وویل په هیواد کښې هره ورځ جنګونه او بم چاودنې روانې دی او  دا ددې ښودنه کوی چې په افغانستان کښې دامریکا او دناټو ستراتیژۍ ناکامه ده .
هغه دافغانستان له ملی وحدت حکومت سره د طالبانو ډلې د راتلونکو خبرو اترو او له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو  په اړه وویل د افغانستان د ملی یووالی حکومت او دغه راز طالبان دغه قدرت او صلاحیت نلری چې په خپلواکه توګه له یوبل سره خبرې وکړی او بې شکه پردی هیوادونه په افغانستان کښې  د امنیت او دسولې په موضوع کښې مهم رول لری .
حضرت علی په دې خبرې ټینګار سره چې د افغانستان دشخړې د حل اصلی کلید د امریکا او دپاکستان په شمول د پردیو هیوادونو په لاس کښې ده وویل جنګ په افغانستان ورتپل شوی دی او که چیرې پردی هیوادونه له یوبل سره پخلاینې ته ورسیږی دافغانستان خلک د سیاسی خپلواکه ارادې په بڼه کښې خپل مشکل په چټکۍ سره حل کولای شی .
دافغانستان دملی پارلمان غړی حضرت علی له ۲۰۰۱ میلادی کال راپدیخوا دامریکا له پوځی شتون راهسې په هیواد کښې د ناامنیو او دخلکو د وژلې زیاتیدا ته په اشارې سره وویل په تیرو لسیزو کښې د روسیې د شتون په پرتله دامریکا او دناټو  د پوځی شتون له وخته دښمنیانې او د خلکو وژلې ډیرې شوی دی او همداس اوس دداعش په شمول په هیواد کښې په  لسګونو وسله والې او ترهګرې ډلې شته .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i74507
captcha