IQNA

دبحرین ستر مذهبی مشر هوایی ډکر ته وړل شوی

23:15 - July 09, 2018
د خبر لمبر: 3481313
نړیواله ډله: »رای الیوم» ورځپاڼې د بحرین د خبرو طبی سرچینو په قول وویل ددغه هیواد ستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم په یوه(۱) امبولانس کښې هوایی ډګر ته منتقل کړی شوی چې خارج ته له استول کیدا وروسته دهغه درملنه دوام ولری.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، دبحرین ستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم د سرطان ناروغۍ لری او یوازې په خارج کښې دهغه ددرملنې امکان شته نو ځکه خو له بحرین څخه بهر ته دهغه په سمدستی ډول په استولو ټینګار شوی دی .
د بحرین د ستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم په کور کښې د نظر ساتلو په دوام د خلکو د اعتراضونو له زیاتیدا او دهغه د جسمی حالت په خرابیدا پسې ددغه هیواد دیکتاتور باچا حمد بن عیسی ال خلیفه د داکټرانو په نظر سره ددرملنې لپاره خارج ته د شیخ عیسی قاسم د استولو حکم ورکړ .
د بحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم د ستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم د تابعیت په لغوه کولو او دهغه په محاکمه کولو سره د ۲۰۱۶ میلادی کال له جون میاشتې راهسې په الدراز سیمه کښې ددغه مذهبی مشر کور کلابند کړی دی او حتی په دغه سیمه کښې خلکو ته د جمعې لمانځه د ترسره کولو اجازه هم نه ورکول کیږی .
دبحرین خلک له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې په سوله ایزو مظاهرو سره دازادۍ ، دعدالت دټینګیدا ، دتوپیر دختمیدا او د ازادو انتخاباتو له لارې دیو(۱) خپلواکه حکومت د جوړیدا غوښتنه کوی .
خو دبحرین حکومت د سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو، اردن ، امریکا او د انګلستان د استخباراتی مامورینو او پوځیانو په مرستې سره دهیواد ډیر مشران نیولې او په اوږې مودې بند یې محکوم کړی هم دی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i74510

captcha