IQNA

د بلوچستان د مستونګ حملې د وژل شویو شمیر ۱۳۱ ته زیات شو

16:49 - July 14, 2018
د خبر لمبر: 3481323
نړیواله ډله:نن په بلوچستان صوبه کی عمومی کاربندیز دې او فضا ډیره غمجنه ده ، د مړیو د ښخولو کار روان دی او د بلوچستان صوبایی حکومت دوه ورځې او عوامی پارټۍ درې ورځې عمومی ویر اعلان کړی دی .

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان موقته لومړی وزیر ، د سنا مشر ، د پوځ مشر او د پاکستان د سیاسی او مذهبی ګوندونو مشرانو د مستونګ ښار ترهه ګره حمله په کلکه غندلی ده او له امنیتی عسکرو یې غوښتی دی چی د دغې ترهه ګرې حملې د عاملانو د پیژندلو او نیولو لپاره هڅه وکړی .
دوی همداراز د قربانیانو له کورنیو او ژوبلو کسانو سره خواخو ږی څرګنده کړی ده . په عین حال کی د پاکستان د وکیلانو اتحادیې نن په عمومی کاربندیز سره محاکمو ته حاضر نشول .
نن په بلوچستان صوبه کی عمومی کاربندیز دې او فضا ډیره غمجنه ده ، د مړیو د ښخولو کار روان دی او د بلوچستان صوبایی حکومت دوه ورځې او عوامی پارټۍ درې ورځې عمومی ویر اعلان کړی دی .
پرون د بلوچستان په مستونګ سیمه کې چاودنه وشوه چی له انمله یې تر اوسه ۱۳۱ کسان مړه او ۱۵۰ هم ژوبل شوی دی چی د ځینو حالت پکې نازک دی . په وژل شویو کې د بلوچستان عوامي ملي ګوند نوماند نواب زاده سراج ریساني هم شامل دی .
داعش ترهه ګرې ډلګۍ د مستونګ حملې پرړه پرغاړه اخیستی ده .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i74672

captcha