د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو دفتر (یوناما) نن په یو رپورټ کښې ویلي چې د روان میلادي کال په وړومبیو شپږو میاشتو کښې اتلس سوه افغان وګړي وژل شوي او څه باندې ۳ زره او ۴۰۰ نور زخمي شوي دي.
یوناما په یاده موده کښې د افغانستان د پوځي او غیرپوځي خلکو د مړو ټول شمیر ۵ زره او ۱۱۲ تنه اعلان کړ چې پکښې ۱ زر او ۸۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او درې زره ۴۳۰ کسان زخمي شوي دي.
خبر زیاتوي چې د افغانستان د حکومت ملاتړي ځواکونه افغان ملکیانو ته د اوښتې مړینې د کابو ۲۰ فیصده مسئول دي.
د افغانستان زیاتره ملکي وګړي داعش ترهګرې ډلې او د امریکې په مشرۍ بهرنیو پوځیانو وژلي دي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i74728