IQNA

د په اوړې کمپ کښې د اردنی ۱۰۰زرو قرآنی زدکړه ترلاسه کوونکو شتون

10:54 - July 16, 2018
د خبر لمبر: 3481328
نړیواله ډله: د اردن سپېڅلي مقاماتو او اسلامی چارو اوقاف وزارت د اوړې په کمپ کښې د ۱۰۰ زرو قرآن زده کوونکو او قرآن کریم حفظ کوونکو هلکانو او نجلیو شتون خبر ورکړي.

د ایکنا راپور له مخې، د عمون خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اردن مقدساتو او اسلامی چارو اوقاف وزیر عبدالناصر ابوالبصل د دې خبر اعلان سره وویل: د اوړې قرآن حفظ او زدکړو کمپ په دغه هیواد کښې وړیا وې او د هر عمر کسان په کښې ګډون کولې شي، هغه دې ته اشارې سره چې د قرآن کریم زدکړې د عمر پر اساس په ډلو کښې وېشلې شوې وویل: قرآن کریم زده کوونکې به په دې مرکز کښې د قرآن کریم حفظ نه علاوه د قرآن کریم، تفسیر، د تلاوت احکام، د طهارت او لمونځ احکام او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله سیرت سره هم اشنا کېږي.
د اردن اوقاف وزارت دینی ښودو ادارې مشر حاتم سحیمات هم د اوړی په کمپ کښې د قرآن کریم زدکړې پر اهمیت او ارزښت په اړه وویل: دا مرکزونه د زده کوونکو له فارغ وختونو نه د قران کریم په زدکړه، حفظ او د تلاوت احکام کښې ګټه پورته کولو موخې سره ترسره کېږي.
د قرآن کریم حفظ زدکړې وړاندې کولو اوړې کمپ تقریباْ د اردن په ۲۰۰۰ جوماتونو کښې پیل کېږي، د اونۍ درې ورځې د سهار او مازدیګر په وار کښې زده کوونکې ګډون کولې شي.
http://iqnanews.ru/fa/news/3729106
captcha