IQNA

د اماراتو فتوی شورا مشر اعلان وکړو:

په فتوا کښې کډوډي د ترهګرۍ دروازه ده

19:40 - July 19, 2018
د خبر لمبر: 3481334
نړیواله ډله: د اماراتو فتوی شورا مشر عبدالله بن بیه، په فتوا ورکولو کښې ګډوډي ترهګرۍ ته د ننواتلو اصلی دروازه وټاکله او د اسلامی نړۍ فتوا ورکوونکې سازمانونو نه یی په فتوا کښې د منظم کېدو غوښتنه وکړه.
د ایکنا راپور له مخې، د اماراتی البیان ورځپاڼې نه په نقل، د اماراتو فتوی شورا مشر عبدالله بن بیه د دې شورا په سوله او ترهګرو سره او افراطی ډلو سره په مقابلې کښې رول ته اشارې سره د انحرافي او نادره فتوا ورکولو لاره بندولو لپاره د اسلامی نړۍ اجماع کولو او د ترهګرۍ اقدامات ترسره کولو لپاره تحریک کوونکې فتوی سره مقابلې لارې بندولو غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه: په دې وخت، مونږ ډېرې داسې فتوی لرو چې د نورو د قتل او د وینې بیولو لپاره ورکړلې شوي چې باید منظم کېدو سره په اسلامی نړۍ کښې د دارنګه فتوی سره مقابله وکړو.
شیخ عبدالله بن عیه، په اسلامی هیوادونو کښې د اجتهاداتو یو منظم سازمان کښې بدلې دو پر اهمیت باندې تاکید سره د افراطي ډلو لاره بندولو په اړه وویل: پر مونږ باندې د یوې مسلمانې ټولنې له اړخه لازم دی چې د ترهګرۍ پیاوړتیا فتوی سره مقابلې لپاره له خپلو وسایلو نه استفاده وکړو او د هغه فتوی چې ترهګر ترې د خلکو منحرف کولو لپاره د وسلې غوندې استفاده کوي اصلاح کړو.
هغه په ادامه کې واضحه کړه: دې کار لپاره دینی موافقې ته اړتیا لرو، چې ټول دینی مراجع په څرګنده او ثبات سره د دې شبهاتو مقابله وکړي او ټول اتفاق سره په اسلامی هیوادونو کښې ترهګرۍ او وژنه حرام اعلان کړي.
بن بنیه څرګند کړه: هغه ډلې چې له ترهګرو حمایت کوې د تفسیر، قرآن او سنت او یا غلط قرآن د آیت نزول شان بدلولو نه د خلکو جذب کولو لپاره ناوړه استفاده کوي او دا رنګه خپل ناپاکه موخې ترلاسه کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3730807
captcha