IQNA

د صهیونسټ رژیم په پارلیمان کې تر ټولو د توکم پاله قانون تصویب

21:37 - July 20, 2018
د خبر لمبر: 3481336
نړیواله ډله: د صهیونسټ رژیم پارلیمان له اعتراضونو سره سره توکمپاله قانون تصویب کړ

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د صهیونسټ رژیم د پارلیمان یا کنسټ له خوا د د یهودي ملت هیواد په نامه د قانون تصویب د نړیوالو سازمانونو او ادارو له اعتراض سره مخامخ شوی دی. په دې لړ کې اروپایی اتحادیې د صهیونسټ رژیم په پارلیمان کې د دغه قانون په تصویب اندیښنه څرګنده کړه او د دغه شان قانون تصویب یې د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو په خلاف وباله .
د صهیونسټ رژیم پارلیمان د یهودیانو له پراخ اعترا ض سره سره د جولایی په نولسمه په نهایي رایې اخستنهه کې د یهودو د هیواد توکم پاله او توپیرناکه طرحه تصویب او په قانون بدله کړه .
د دغه قانون له مخې ټوله نیواکي فلسطینۍ ځمکه یوازې د صهیونسټانو وطن اعلان شوی او فلسطینیان له ټولو ښاری او انساني حقوقو محرومه شوې دي. .، همداراز عبري ژبه رسمي ژبه اعلان شوې ده. دغه قانون پر دې سربیره چې بیت المقدس د صهوینسټ رژيم پلازمینه پیژني د یهودي ښارګیو پراختیا یې ملي ارزښت ګڼلی او د اوسنیو ښارګیو د پراختیا او د نویو ښارګیو د جوړلو لپاره اقدام کوي.
دغه قانون په داسې حال کې تصویب شو چې د هغه له تصویبه مخکې د نیواکي فلسطین د تل ابیب په زرګونو استوګنو په هغه په اعتراض کې مظاهرې وکړې او د امریکا ډیرو یهودي انجمنونو هم هغه توکم پاله او نسل پرستانه وباله او د اسراییلو په پارلیمان کې یې دهغه د نه تصویبیدو غوښتنه کوله. له دغه ټولو مخالفتونو سره سره د صهوینسټ رژیم مقاماتو د خپلو تیري ګرو اهدافو په لړ کې دغه شان یوه لایحه تصویب کړه .
د صهیونسټ رژیم مقامات د دغه شان قانون په تصویب سره د قومي پاکونې یا تصفیې ، د فلسطینیانو په زوره د کډوالولو، د یهودي کولو د پراختیا د ښارګیو دجوړولو دوام او خپل وطن ته د فلسطیني کډوالو د ستنیدو مخنیوي په نظر کې لري. په دې ډول چې دغه قانون د ښکیلاکي او تو کمپاله میراث دوام ګڼلی شو چې د قومي پاکونې، د فلسطین دخلکو په ختمولو او د هغوي پّ قانوني حقوقو په سترګو پټولو ولاړ دی.
د فلسطین د ازادي غواړي سازمان یا پی ایل غاو د اجرایی کمیټې عمومي منشي صایب عریقات دغه قاون د استعماري میراث دوام وباله چې د توکمي تصفیې په اساس جوړ شوی او د یو تاریخي وطن د اصلي استوګنو په حقوقو عمدي سترګې پټو یې په نښه کړې دي.
که څه هم دفلسطنیانو په خلاف د صهیونسټ رژیم توکم پاله او بشري ضد اقدامات کلونه کیږي چې روان دي خو په وروستیو کلونو کې د امریکا په شنه څراغ او له اسراییلو د ټرامپ په ملاتړ سره ، د فلسطینیانو په خلاف د صهیونسټ مقاماتو اقدامات زیات شوې دي . د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ څه موده مخکې له تل ابیبه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت په بدلولو او د اسراییلو د دفاع په لړ کې د ملګو ملتو د بشري حقوقو له شورا په وتلو سره وښودله چې تر پخوا زیات د صهوینسټ رژیم اصلی ملاتړ او متحد دی.
د حماس ویندویي فوزي برهوم په دې اړه وویل چې که د سیمې د هیوادونو چوپتی او د فلسطین د ملت په خلاف د صهیونسټ رژیم له جنایتونو د امریکا نامحدود ملاتړ نه وای نو هیڅکله به دغه شان فیصلې نه کیدلې.
د یهودو د هیواد په نامه د قانون تصویب د فلسطنیانو په وړاندې د بشري حقوقو ښکاره خلاف ورزي او د توکمپالنې او نړیوالو قوانینو او اصولو ته د بې پآمې یوه بله ښکاره نمونه او بیلګه ګڼلی شو. د صهیونسټ رژیم د پارلیمان غړي احمد طیبي په دې اړه وویل: د دغه قانون تصویب په نیواکي فلسطین کې د ولسواکۍ مرګ دی.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i74889

captcha