IQNA

له ترهه ګرو ډلو سره په نښته کی د ایران ۱۰ امنیتی عسکر شهیدان شول

23:51 - July 21, 2018
د خبر لمبر: 3481338
نړیواله ډله: د ترهه ګرې او انقلاب ضد ډلګۍ او د هغو ملاتړی چی د ایران په ملت کی هیڅ ځای نلری ، د دغه جنایت په غچ کی د اسلام د جنګیالیو د سخت او کلک ځواب په تمه ووسی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د سپاه نیوز له راپور سره سم د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک د حمزه سید الشهدا قرارګاه عمومی اړیکو په یوه خبرتیا کی ویلی دی بیګا د ایران د لویدیځ د مریوان په دری کلی کی د پاسدارانو ځواک د حمزه سید الشهدا د قرارګاه په سرحدی پوستې ، نړیوال استکبار پوری تړلیو او د انقلاب ضد ترهه ګرو او شرغواړو په حمله او بیا وروسته د مهماتو د ډپو په چاودنه کی لس امنیتی عسکر شهیدان شول .
په دغه خبرتیا کی زیاته شوی ده په دغه نښته کی یو شمیر ترهه ګر هلاک او یو شمیر هم ژوبل یا تښتیدلی دی .
په دغه خبرتیا کی د دښمنانو له دسیسو سره د مقابلې لپاره  د ایران د حمزه سید الشهدا قرارګاه د مبارزانو او نورو  امنیتی عسکرو په چمتوتوب او استخباراتی اشراف ټینګار شوې دې .
د ترهه ګرې او انقلاب ضد ډلګۍ او د هغو ملاتړی چی د ایران په ملت کی هیڅ ځای نلری ، د دغه جنایت په غچ کی د اسلام د جنګیالیو د سخت او کلک ځواب په تمه ووسی .
د ایران د اطلاعاتو وزیر سید محمود علوی څه موده وړاندی ویلی وو چی له ۲۰۱۷ میلادی کال د مارچ له ۲۰ تر ۲۰۱۸ میلادی کال د مارچ تر شلمې پورې دامنیتی عسکرو په هلو ځلو سره په ایران کی ۳۰۰ ترهه ګر ټیمونه له مینځه لاړ دی .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i74907
captcha