IQNA

په سری لانکا کښې د ایران دینی فعالیتونو توضیحات

19:41 - July 22, 2018
د خبر لمبر: 3481346
نړیواله ډله: په سری لانکا کښې د ایران کلتوری سازمان مشر د کلمبو پوهنتون بودیست برخې مشر سره په کتنه کې، د دینونو په خبرو اترو کې زموږ د هیواد فعالیتونه بیان کړل.
د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د کلمبو پوهنتون بودیست مطالعاتو برخې مشر دهاما جوتی په سری لانکا کښې د ایران کلتوری سازمان مشر مصطفی سهراب سره کتنه وکړه.
سهراب په دې کتنه کښې د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان د دینونو خبرو اترو مرکز او د مذهبونو او دینونو پوهنتون معرفي کولو سره د دینونو ترمنځه خبرونو اترو په اړه د ایران فعالیتونو په حکله توضیحات ورکړل.
د ایران کلتوری سازمان مشر په ادامه کښې په سری لانکا کښې د ایران کلتوری سازمان د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان همکارۍ سره د ګډ فعالیتونو ترسره کولو او همدارنګه په دغه برخه کښې د کلمبو پوهنتون د بودیست مطالعاتو برخې سره اړیکه نیولو او په ایران کښې هم د پوهنتون دارنګه برخو سره اړیکې او د اسلام او ایران سره زیات اشنا کېدو لپاره د خپلې چمتوالی اعلان وکړو.
د دې کتنې به ادامه کښې دهاما جوتی، د کلمبو پوهنتون د بودیست مطالعاتو مشر د مختلو دینونو او مذهبونو ترمنځه خبرو اترو، د نورو مکتبونو فکری او درک کولو او د هغې پېژندلو ته اړتیا باندې تاکید سره دا موضوع د موجوده وخت لپاره ډېر ضروری او مثبت وبللو او وې ویل: سولې ته د بشري ټولنې اړتیا او د ژوند آرامښت هغه اړتیاوې دی چې نننۍ نړۍ ورته له هرڅه زیاته اړتیا لري او دارنګه خبرې د دغه مهم هدف ترلاسه کولو لپاره به مقدمات وي.
http://iqna.ir/fa/news/3731254
captcha