IQNA

د چینی حاجیانو په کارټونو درک لګوونکې نصب کوي

17:25 - August 07, 2018
د خبر لمبر: 3481401
نړیواله ډله: د چین حکومت د چیني حاجیانو په کارټ باندې د درک لګوونکې جی پی ایس نصب کولو سره د دغه هیواد حاجیانو فعالیتونه به په سعودی عرب کښې مهار کوي.
د ایکنا راپور له مخې، د Dünya Bülteni نه په نقل، راپورونه څرګندوي چې د چین حکومت د دغه هیواد د حاجیانو په کارټونو کښې د جی پی ایس سیسټم نصب کولو سره د حج په ورځو کښې د هغوی څارنه کوی.
د ترلاسه شویو معلوماتو پربنسټ د چینی حاجیانو د سعودی عرب ته تللو انځورونه په ګوته کوې چې د هغوي په کارتونو باندې یو قسمه جی پی ایس نصب شوی دی.
د اریکا وال استریت ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د چین اسلامی انجمن چې د دغه هیواد د حکومت په څارنه کښې اداره کېږي اعلان شوی دی چې دا سمارټ کارټونه د حاجیانو د حفاظت لپاره جوړ شوي دی.
په داڅې وخت دا خبره را منځته شوی چې د بشری حقوق ځنې فعالان د درک لګوونکې سیسټم د حاجیانو په کارټونو کښې لږول د چین له اړخه د جاسوسۍ او د اطلاعاتو عملیات ټاکلې دی.
د چین چارواکو د ترهګرۍ سره مقابلې په بهانه، د سین کیانګ مسلمانانو سره سخت چلند کوی او د هغې په ځانګړې ژوند کښې لاسوهنې کوی او تردی چې د نور زیات کنټرول کولو لپاره د هغې ذهنی بېلګو او د ارثي ریکارډونه هم ثبت کوی.
http://iqna.ir/fa/news/3736317
captcha