د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، محمد علي علیزاده په مرکه کښې غزني ښار ته د طالبانو د ننوتو او په دغه ښار کښې د سخت جنګ د پيلیدو د څرنګوالي په هکله وویل: په تیرو دریو میاشتو کښې افغان امنیتي او حکومتي چارواکو د غزني په لور د طالب ډلې د پرمختګ په هکله خبرداریو ته هیڅ پام ونه کړ او پرې یې ښودل چې دغه ډله ښه په اسانه ښار ته ننوځي.
د ولسي جرګې دغه وکیل څرګنده کړه: که د افغانستان امنیتي ځواکونو ځنډ نه وی کړی او په جدي توګه یې میدان ته وردانګلې وی نو د غزني په خواوشا کښې یې د طالبانو مرکزونه ورانولی شو او په دغه ښار کښې یې د سلګونو کسانو د وژلې مخه نیولې شوه.
ښاغلي علیزاده په دې خبرې سره چې له طالبانو سره د صلحې معامله چې د افغانستان حکومت یې یادوي، ډیره جدي نه ښکاري، زیاته کړه: طالبان د صلحې د خبرواترو له بحث څخه یوازې د پوځي اهدافو د ترلاسه کولو او له امریکې او افغان حکومت څخه د امتیاز اخیستو لپاره ګټه پورته کوي.
د ویلو ده چې د غزني ولایت په مرکز غزني ښار کښې د طالب وسله والو او افغان امنیتي او پوځي ځواکونو ترمینځ د څو ورځو په نښتو کښې د دواړو لورو او همداشان ملکي وګړو سلګونه تنه مړه او ژوبل شوي دي خو د تیرې سه شنبې په ورځ د افغان ځواکونو په عملیاتو سره دغه ښار له طالب وسله والو پاک کړی شو.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i75687