د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان چې د ملی پارلمان دغړیو لخوا ددغه هیواد د دویشتم لومړی وزیر په توګه انتخاب شوی وو نن په اسلام اباد کښې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د نوی لومړی وزیر په توګه سوګند پورته کړ.
د عمران دلوړې په مراسمو کښې د پوځ ، د هوایی ځواک او دسمندر ځواکونو مشرانو ، لومړی وزیر ، دملی پارلمان مشر ، دپنجاب صوبې د ولسی جرګې مشر او دغه راز نورو لوړرتبه چارواکو او سندر غاړو ابرارالحق او سلمان احمد هم ګډون وکړ .
د هندوستان د کرکټ لوبې پخوانی مشهور لوبغاړی نوجیت سینګ سیدو (Navjot Singh Sidhu) دپاکستان دکرکټ پخوانیو مشهورو لوبغاړو رامیز راجا، وسیم اکرم ، دفیلمونو ستوری جاوید شیخ وغیره هم ګډون وکړ .
په پاکستان کښې مخکې واک کله د پیپلز ګوند او کله د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې په لاسونو کښې وو خو اوس حالات بدل شوی او دا ځل واک دتحریک انصاف لاس ته ورغلی دی .
دپاکستان د پنجاب صوبې د ولسی جرګې نوی مشر چوهدر پرویز الهی وویل مونږ هیله لرو چې عمران خان هغه ژمنې چې کړی یې دی پوره کړی .
هغه وویل په عمران کښې قابلیت ، صلاحیت ، فکر او تفکر شته .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i75690