IQNA

د پاکستان لومړي وزیر قسم پورته کړو

18:50 - August 18, 2018
د خبر لمبر: 3481445
نړیواله ډله: عمران خان، د تحریک انصاف پاکستان ګوند مشر نن د مرداد میاشتې ۲۷ باندې قسم پورته کړو، او په رسمي توګه د دغه هیواد لومړي وزیر وټاکلې شو.
د ایکنا راپور له مخې، د روسیا الیوم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ۶۵ کلیزه عمران خان چی په پاکستان کښې د تحریک انصاف ګوند مشر دی د دغه هیواد په پلازمینه اسلام آباد ښار کښې د ولسمشر په ماڼۍ کښې د پاکستان د ۲۲لومړی وزیر په توګه قسم پورته کړو.
دا مراسم د قرآن کریم قرائت سره د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین او ځنې نورو داخلی او بهرنې چارواکو په شتون کښې پیل شو.
په یاد ولرئ چې عمران خان د پاکستان په ورستي انتخاباتو کښې د پاکستان د پارلمان له ۲۷۲ څوکیو نه ۱۷۶ څوکۍ ترلاسه کړې وې، په داسې حال کښې چې د عمران خان سره په مقابله کښې ولاړ او د پاکستان څنډ ته شوې لومړې وزیر نواز شریف ورور شهباز شریف یواځې ۹۶ څوکۍ ترلاسه کړي دی.
http://iqnanews.ru/fa/news/3739304
captcha