IQNA

مخالف جنس ته لاس نه ورکولو له سببه ترسره شو؛

په سوئیس کښې د مسلمان جوړې تابعیت غوښتنه رد کړه

20:05 - August 18, 2018
د خبر لمبر: 3481447
نړیواله ډله: د سوئیس په لوزان ښار کښې د مسلمانی جوړې له اړخه د تابعیت غوښتنه د مخالف جنس ته لاس نه ورکولو له سببه رد کړی ده.
د ایکنا راپور له مخې، د ګاردین نه په نقل، د لوزان ښاروال له اړخه د مسلمانی ښځې او خاوند د دې کار علت د مخالف جنس درناوی نه کولو وټاکلو.
ګرګور جنود وویل: کمسیون څو میاشتې مخکښې د دې جوړې د غوښتنې څېړنه شورو کړې وه او د جمعه په ورځ چې پایله یی اعلان شوه، دا وه چې دا جوړه د سوئیس د تابعیت ترلاسه کولو ضروري معیارونه نه لري.
هغه زیاته کړه: په کانتون(د سوئیس یو ولایت چې لوزان یی مرکز دی) کښې د دین ازادی قانون تضمین شوی خو ولی دینی مسئلې نه باید د قانون له چوکاټه بهر وی.
پیر آنتوان هیلبرند، د لوزان ښاروال مرستیال او د تابعیت غوښتنو څېړونکې کمیسیون غړی هم دا کار د سوئیس اساسی قانون نه دفاع او د نارينو او ښځو ترمنځ اصل مساوات وټاکل.
دا مسلمانه جوړه په غوښتنې باندې له کمیسیون نه بیا کتنې لپاره ۳۰ ورځې فرصت لري.
له دې نه مخکښې په کال ۲۰۱۶ کښې د سوئیس شمال په یوه مدرسه کښې دوه مسلمانه محصلانو خپل استادی ته سره لاس نه ورکولو له وجهې ډېرې شخړې رامنځته کړي وې.
 دوه مسلمانه محصلان هلکان چې له اصل نه د شام وو، د مذهبی حکم له کبله خپلې استادی چې یوه ښځه وه لاس نه وو ورکړي. د مدرسې چارواکو لومړي دی مسئلې سره موافق وو خو ولی ورستو دا موضوع په رسنیو کښې رامنځته شو او د دغې سیمې چارواکو له مدرسې دا کار غیر قانونی وټاکلو او د ټولو محصلانو خپلو استادانو ته لاس ورکولو ضرورت باندې او دهغې احترام کولو باندې ټینګار کړی وو.
http://iqnanews.ru/fa/news/3739210
بچوې: ایکنا
captcha