IQNA

دافغانستان دخپلواکۍکلیزه دې پرټولو افغانانو بختوره وی

16:40 - August 20, 2018
د خبر لمبر: 3481452
نړیواله ډله: د افغانستان د خپلواکۍ ٩٩ کليزه د ولسمشر محمد اشرف غنى په شتو سره   په کابل کې په ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي کې د ګلانود ګېډۍ په کېښودو سره ولمانځل شوه.
ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ پښتو ویبپاڼې نه په نقل،  دافغانستان د خپلواکۍ ٩٩ کليزه د ولسمشر محمد اشرف غنى په شتو سره   په کابل کې په ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي کې د ګلانود ګېډۍ په کېښودو سره ولمانځل شوه.
راپورښئ په دغو دستورو کې دکابل حکومت د کابينې غړو او يو شمير نورو حکومتي  چارواکيو او سیاستوالانو هم  برخه  درلوده.
افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ وروسته له ډېرو سرښندنو د ١٢٩٨ کال د زمري په ٢٨   له انګريزانو د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه.
راپورونه ښئ  دافغانستان د خپلواکۍ دکلیزې  ورځ  د کابل پشمول  په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم لمانځل کېږي.
له دې سره په یو وخت  دافغانستان طالبانوډلې  دآزادۍ دکلیزې په مناسبت دیوې اعلامیې په  خپرولوسره پر امریکا غږ کړی ، چې  له انګلستانه دې درس واخلي  او  دافغانستان نیواک دې ختم کړي . په دغې اعلامیې کې همداراز پر افغان  حکومتي مشرانو په نیوکو سره هم وئيلي دي ،دوي  له امریکا سره دامنیتی تړون په لاسلیک کولو سره  دافغانستان خپلواکي  ترپوښتنې لاندې راوستې ده .
د ایکنا درست کارکونکي  درستو پتمنو په تیره  بیا ټولو افغانانو  ته  دخپلواکۍ  د ورځې  دکلیزې په مناسبت  د زړه له کومې  مبارکي وائي .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i75727

captcha