IQNA

حاجیان په منا کښې، د ترویه مراسم به پيل کړی

17:31 - August 20, 2018
د خبر لمبر: 3481453
نړیواله ډله: د حج تمتع مناسک له پرون سهار د بیت الله الحرام د حاجیانو لومړۍ ډلې له مکې نه مشعر منا ته را تللو سره  شورو شو.
د ایکنا راپور له مخې، د اسکای نیوز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، پرون سهار د مرداد میاشتې په ۲۸ تاریخ د الله د کور حاجیانو مشعر منا ته خپل سفر شورو کړو او د ترویه ورځې لپاره یی ځانونه تیار کړل.
حجیان به په دغه ورځ چې د ذی الحجه میاشتې اتمه ده، په مکه کښې محرم کېدو نه ورستو له هغه لارو چې حاجیانو سره خاص دی منا ته حرکت کوی او سهار به د عرفات په لور روانېږي.
مستحب ده چې حاجیان له ماسپښېن نه مخکې منا ته لاړ شې او د ماسپښېن، مازدیګر، ماښام او ماخستن لمونځ هم هلته ادا کړی او شپه هم هلته تېره کړی.
د عربستان حکومتي بیلابېلې ادارې په بېلابېلو ډګرو لکه اړیکو، ګرځنده روغتون، د خوراک څښاک برخې، د بیمارانو، ماشومانو او د زړو او مشرانو مرسته کوونکې او ... حاجیانو سره مرستې کوی.
همدارنګه د سعودی عرب اسلامی چارو وزارت د دغه هیواد د اړیکو وزارت سره په همکارۍ تراوسه له ۲۷ ملیون نه زیات بیغامونه د حاجیانو لارښود لپاره او د حج مناسک ترسره کولو لپاره لېږلي دی او هم په دې اړه د خلکو لارښود او ځواب ورکولو لپاره د سعودی عرب حج وزارت یو شمېر د موبایل اپلیکیشن هم جوړې کړی دی.
اتمه ذی الحجة د ترویه ورځ ده او په دی ورځ حاجیان د حج تمتع نیت کوی او له مکې  نه محرم کېږي او منا ته روانېږي، شپه هم دلته په منا کښې سهار کوې او بیا د عرفه لپاره عرفات ته روانېږي.
د بیت الحرام زائران د ترویه په ورځ د منا په ځمکه چې د مکې په شرقی شمال کښې اوه کلومیټره باندې واقع ده، د ترویه ورځې نوم سبب دا دې چې په منا او عرفات کښې اوبه شتون نه لرې او حاجیان چې په منا او عرفات کښې د پاتې کېدو اراده لري باید له ځان سره مکی نه اوبه واخلئ او هم دې ته ترویه وایئ.
نن د مرداد میاشتې ۲۹ باندې به حاجیان د عرفات غر چې له مکې نه په ۱۲ کلومیټره کښې واقع دی ځی او د حج ستر ارکان به ترسره کوی او د نمر سترګې پټېدو سره به مزدلفه ته روانېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3739697
captcha