IQNA

پاکستان د امریکا دسیاستونو تابع نه دی

11:21 - August 24, 2018
د خبر لمبر: 3481460
نړیواله: پاکستان دافغانستان دجنګ په وجه کابو اتیا (۸۰)میلیارډه ډالر تاوانونه لیدلي دي ..
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دامریکا په هکله د خپل هیواد دنویو کړنلارو (Policies) په بیانولو سره وویل اسلام اباد د واشنګټن دسیاستونو تابع نه دی او امریکا باید پاکستان خپل دوست وګڼی نه داچې نوکر .
هغه پرون وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې امریکا پاکستان خپل نوکر نه بلکې دوست وګڼی ځکه چې واشنګټن له افغانستان څخه دخپلو عسکرو د وتلو او د سولې د تحقق په لړ کښې د اسلام اباد ملګرتیا ته ضرورت لری .
د پاکستان نوی لومړی وزیر عمران خان د ترهګرۍ پرضد له جنګ سره په مرسته کښې دامریکا په ژمنو ماتولو نیوکې سره وویل پاکستان دافغانستان دجنګ په وجه کابو اتیا (۸۰)میلیارډه ډالر تاوانونه  لیدلی دی خو په افغانستان کښې د امریکا تاوانونه کابو شل(۲۰) میلیارډه ډالره دی .
د پاکستان د لومړی وزیر  عمران خان دغه څرګندونې په داسې حال کښې شوی دی چې دامریکا دباندنیو چارو وزیر مایک پمپئو(Mike Pompeo) څو ساعته مخکې له عمران خان سره په ټیلی فونی خبرو کښې د دوه اړخیزه رغنده خبرو اترو په هدف د پاکستان له نوی حکومت سره د ملګرتیا لپاره خپله هیله څرګنده کړه .
دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرو اونیو کښې په پاکستان د دباو د سیاست په دوام کښې وویل دپوځی روزنې په برخه کښې له پاکستان سره ملګرتیاو ختمولو  ته هوډمن دی او ورپسې واشنګټن له پاکستان سره د پیسو دنړیوال صندوق ایی ایم ایف(International Monetary Fund) د مالی مرستو په لاره کښې هم خنډ رامینځته کړ .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i75847
captcha