IQNA

د افغانستان د څلور لوړ پوړو امنیتی مقامونو استعفا

22:36 - August 26, 2018
د خبر لمبر: 3481468
نړیواله:د افغانستان د ملی امنیت د سلاکار« محمد حنیف اتمر » له استعفا وروسته؛ د یاد هیواد یو شمیر نورو امنیتی لوړ پوړو مقامونو هم استعفا وکړه.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د افغانستان د ؤلس مشر« محمد اشرف غنی » په دفتر کی د یو افغان مقام له قوله، د افغانستان دفاع وزیر« طارق شاه بهرامی » داخله وزیر« ویس احمد برمک » او همداراز د دغه هیواد د ملی امنیت د ادارې رئیس« محمد معصوم استانکزی » په شمول، دوؤ امنیتی لوړ پوړو مقامونو، خپلی استعفاوی وړاندی کړی دی. د دغو مقامونو استعفا؛ له هر څه زیات په افغانستان کی د امنیت د ټینګولو، او له طالبانو سره د مقابلې د څرنګوالی په هکله، له اشرف غنی سره د اختلافاتو د سختیدو بیانونکی ده. که څه هم د افغانستان د ؤلس مشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ؛ چی اشرف غنی د دفاع او د داخله وزیرانو، او همداراز د«معصوم استانکزی» له استعفاګانو سره مخالفت کړئ، خو دا د اختلافاتو د هوارۍ په معنا
نه ده؛ مګر دا چی اشرف غنی، د امنیتی شرایطو او د حکومتولۍ د چارو د ښه کیدو لپاره، د هغوی له غوښتنو سره موافقه کړی وی.
سره له دې حاله؛ د حنیف اتمر له استعفا سره د محمد اشرف غنی چټکه موافقه، او د هغه پرځای په واشنګټن کی د افغانستان د سفیر« حمد الله محب » ټاکل، ښیی چی د افغانستان ؤلس مشر به د کار په دوام کی، د دفاع او د داخله وزیرانو، او همداراز د ملی امنیت د رئیس سره مشکل پیدا کړی. ځکه چی«حنیف اتمر» د خپلی استعفا علت؛ د ملی وحدت په چارو؛ د امنیت په برابرولو؛ د سولې په ټینګولو؛ د سیاسی مدیریت او د انتخاباتو په چارو کی د مشرتابه او رهبرۍ په سطح کی د جدی اختلافاتو شتوالئ اعلان کړ، چی نورو امنیتی لوړ پوړو مقامونو د هغو په منلو سره استعفا ورکړه.
هغو اعتراضونو ته په پام سره؛ چی له څو میاشتو وړاندی د افغانستان د ؤلس مشر د تګ لارې او کړچار په وړاندی، په تیره بیا د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامی کیمپ ته د هغه په ورتلو باندی په مخالفت کی، مطرح وؤ؛ اټکل کیده چی د اشرف غنی کابینه له بحران او اختلافاتو سره مخامخه شی.
د امنیت په ټینګولو کی د اشرف غنی دولت ناتوانی؛ د طالبانو په وړاندی د افغانستان د پوځ پرله پسی ماتی؛ د یاد هیواد د پوځی ځواکونو شاته تګ، او طالبانو ته د سیمو سپارل د دی سبب ګرځیدلی دی، چی د اشرف غنی پوځی ستراتژۍ؛ د افغانستان د امنیتی ټولنو له خوا په کلکه تر نیوکی لاندی ونیولی شی. دا شان چی امنیتی لوړ پوړی مقامونه، په تیره بیا د افغانستان د دفاع او داخله چارو وزیران، د امنیت په ټینګولو کی په کم کارۍ او ناتوانۍ تورن شوی دی.
د سیاسی چارو شناندئ« ایمل فیضی » پدی هکله باوری دئ:
« د امریکی د متحد په توګه؛ د افغانستان ؤلس مشر د دغه هیواد د امنیت په برابرولو کی پاتی راغلئ دئ، او له پاکستان سره د اړیکو د عادی کولو لپاره؛ د هغه هلو ځلو کومه بریا په ځان پسی نه ده لرلې، او اوس د لا زیاتو داخلی مخالفتونو سره مخامخ دئ».
پدی شرایطو کی، د اشرف غنی کابینی د امنیتی ټیم ډله ایزه استعفا ښیی؛ چی هغوی په مختلفو چارو کی، له حکمتیار سره د ؤلس مشر له همکارۍ او ملګرتیا سره، کاملاً مخالف دی، او باوری دی چی د حزب اسلامی له سیاستونو څخه د اشرف غنی پیروی کول، د دی سبب شوی چی افغانستان د ملی وحدت له محدودې څخه ووځی، او د تمامیت غوښتنی او برترۍ طلبۍ په لور لاړ شی.
د افغان خبری آژانس لوی مدیر، د افغانستان د امنیتی او دولتی مقامونو د استعفا په هکله پدی باور دئ؛ چی« په اوسنیو بحرانی او لانجمنو شرایطو کی، بیله شکه به استعفاګانی د اشرف غنی، او په ارګ کی د هغه د ټیم لپاره، ډیر بد خبر وی. اوس به؛ د افغانستان د خلګو په نزد دا اخیستنه او برداشت پیدا شی؛ چی د اشرف غنی انحصار غوښتونکی او تمامیت طلبه سیاستونه دی، چی د کابینی د مقامونو د اعتراض او استعفا سبب کیږی ».
په هرحال؛ داسی بریښی چی د افغانستان امنیتی لوړ پوړی مقامونه دې نتیجې ته رسیدلی دی، چی د اشرف غنی د مخالفانو جبهه، او ملی ستر ائتلاف، چی پدی وروستیو کی یی په کابل کی خپل موجودیت اعلان کړ؛ د دولت په وړاندی د خپل قدرت د زیاتولو په حال کی دئ، او دا احتمال چی ممکنه ده استعفا کړی مقامونه د اشرف غنی له مخالفانو سره یو ځای شی، له ذهن څخه لیری نه دئ. ځکه چی هغوی، له دې وړاندی د افغانستان د پخوانی ؤلس مشر«حامد کرزی» سره، چی د ملی ستر ائتلاف څخه ملاتړ کوی؛ همکارې لرلې ده او پدې لټه کی دی چی د مخالفانو د جبهې په تقویه کولو سره، په راتلونکو انتخاباتو کی د بریالیتوب لپاره، د هغوی چانس زیات کړی.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i75923

captcha