د ایکنا راپور له مخې، د ايرنا د رپوټ له مخې په کابل کښې د پاکستان سفارت په جلال آباد کښې د خپلې کنسولګرۍ د تړلو د اقدام په تائيدولو سره د دغه اقدام وجه د دغه کنسولګرۍ په چارو کښې د افغانستان د ننګرهار د والي حيات ا... حيات لاس وهنه بللې ده.
په کابل کښې د پاکستان سفارت همدارنګ په دې اړه د فېصلې کولو لپاره افغان حکومت خبر کړےدے.
په کابل کښې د پاکستان سفارت د خپلې کنسولګرۍ په چارو کښې د افغان حکومت لاسوهنه د ويانا د کنونشن خلاف ورزي وبلله.
د پاکستان د خارجه وزارت وياند محمد فېصل هم وويل، په جلال آباد ښار کښې د پاکستان کنسولګري به تر هغه وخته چې امنيتي حالت د تېرې اګست مياشتې له اتويشتمې نه مخکې ته ستون نه شي تړلې پاتې شي.
پاکستان او افغانستان کله کله يو بل په خپلو سياسي او امنيتي چارو کښې يو بل تورنوي.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i76065