د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د دنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان په ولسی او مشرانو جرګو دغه راز د خیبر پختونخواه ، پنجاب ،سند اوبلوچستان صوبائی جرګو کې نن سهار د دغه هیواد د ولسمشر دټاکلو لپاره ستازو خپلې رائې واچولې ، چې د وروستیو نتیجو په اساس د تحریک انصاف واکمن ګوند کاندید ډاکټر عارف علوی د مولانا فضل الرحمن چې د اپوزیشن متحده کاندید ؤ ، د یو سل یو دیرش او د پیپلز ګوند د چوهدری اعتزاز احسن د یو اتیا رایو په مقابلې کې په بشبړاکثریت سره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ولسمشر وټاکل شو . په پنجاب صوبې کې هم په یوسل اته شپیتو ورایو سره په سر کې راغلی .
ډاکټر عارف علوی په خیبر پختونخواه صوبې کې اته اویا،په بلوچستان صوبې کې شپږ پنځوس،په سند کې ۵۶ او دغه راز په ولسی او مشرانو جرګو کې د دواړ و کاندیدانو په مقابل کې دوه سوه دولس رای واخستې چې په اکثریت سره د دغه هیواد ولسمشر وټاکل شو .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i76182