د ایکنا راپور له مخې، ایرنا خبری اژانس راپورورکړ، دانګلستان په لندن کې د بشری حقوقو په سلګونو فعالانو اومسلمانانو دنیجریه دسفارت په وړاندې په غونډیدو سره د دغه هیواد د اسلامی غورځنګ دمشر شیخ ابراهیم الزکزکی او دهغه دماندینې دخوشی کیدا غوښتنه وکړه .
راپور ښئ مظاهره چیانو داعتراضی پلې کارډونو په اوچتولو سره د نیجریه د اهل تشیَع به ضد د دغه هیواد دپوځ په وسیله شوی جنایتونه محکوم کړل او د شیخ الزکزکی سملاسی خوشی کیدا غوښتنه ئې کوله .
شیخ ابراهیم الزکزکی او دهغه ماندینه د ۲۰۱۵کال ددسمبر په دیرشمه نیټه د دغه هیواد دشمال په کادونا صوبې کې په زاریا ښار کې په یوې امامباړې د پوځیانو په وحشیانه حملې کې نیول شوی ، چې دغې څاروی ډوله حملې کې دشیخ الزکزکی د درو زامنو پشمول په سلګونو مسلمانان هم وژل شوی وو .