نړیواله ډله: د مجلس خبری آژانس له راپور سره سمم علاءالدین بروجردی ددې خبرې په کولو سره چې ډونالډ ټرمپ هر هغه امتیاز چې صهونیسټان ئې وغواړی ، ورکوی ،روښانه کړې ، دامریکا ولسمشر هڅه کوی ، څو په عمومی افکارو کې د دغه هیواد په رسندوئی اغیز شیندونکی ستر چینل دصهونیسټانو له ظرفیّته ، په راتلونکو انتخاباتو کې درای د ترلاسه کولو لپاره استفاده وکړی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، دایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست اوملی امنیت د کمیشن یوه مسئول مقام علاءالدین بروجردی په واشنګټڼ کې د فلسطین دآزادی غواړی جبهې (پی ایل او) د دفتر د بندولو په باب دامریکا د لوړپوړو چارواکو د ګواښ په غبرګون کې وئیلی دی ، دامریکا ولسمشر هڅه کوی ، څو د دغه هیواد په راتلونکو انتخاباتو کې د صهونیسټانو دنفوذ له ظرفیّته استفاده وکړی .
د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه وروستی راپور کې وئیلی دی، د سپینی ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار جان بولټن به نن پخپلوڅرګندونو کې په واشنګټن کې د پی ایل او د دفتر بندول اعلان کړی .
د مجلس خبری آژانس له راپور سره سمم علاءالدین بروجردی ددې خبرې په کولو سره چې ډونالډ ټرمپ هر هغه امتیاز چې صهونیسټان ئې وغواړی، ورکوی ،روښانه کړې، د امریکا ولسمشر هڅه کوی ، څو په عمومی افکارو کې د دغه هیواد په رسندوئی اغیز شیندونکی ستر چینل د صهونیسټانو له ظرفیّته، په راتلونکو انتخاباتو کې درای د ترلاسه کولو لپاره استفاده وکړی .
هغه ټینګارکړی، په واشنګټن کې د پی ایل او د دفتر تړل، د ملګرو ملتو پشمول په نړیوال ډګر کې د فلسطینیانو اعتبار نه کموی، او دا د هغوی مسلم حق دی چې د امریکایانو د اقدام په ضد په نړیوال عدالت کې شکایت وکړی.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i76346