IQNA

په سیمې کې د صهونیسټی رژیم تمې هیڅ حد او پوله نه پیژندی

14:20 - September 17, 2018
د خبر لمبر: 3481518
نړیواله ډله: د ملګروملتو یو سل څلور نویم پریکړه لیک په جوت ډول ، خپل هیواد ته دفلسطینیو کډوالو دبیرته ستنیدا او هغوی ته د تاوان د ورکولو په حق ټینګار کړی دی .

 قدسنا خبری آژانس راپورورکړ  د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ  دمرکزی شورا  یوه مسئول مقام شیخ نبیل قاووق بیګا   دلبنان په جنوب کې  په سلعا ښار کې  دحسینی ویرجنو په دستورو کې  په سیمې کې  د اسرائیلی رژیم   بې حده او زیات غواړو  تمو  ته په اشارې سره  ووئیل ،   دلبنان دهوائی حریم په خلاف ورزۍ کې  د صهونیسټی جنګی الوتکو  د  هرې ورځې اقدامات   له صهونیسټی رژیم سره د لبنان دجنګ ښودنه کوی .

 هغه  همداراز  په نورو هیوادونو کې د فلسطینیو کډوالو  دایمی دیره کیدا  خطره  یو تریخ  حقیقت  وبالۀ او  روښانه ئې کړه ،  دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عربو رژیمونو  په  ملګرتیا سره  داسرائیلو په ګټه   د کډوالو د دایمی  دیره کیدا  فیصله کړې ده .

  د صهونیسټ رژیم  د اطلاعاتو وزیر  یسرائیل  کاتس تیره اونۍ په ټولینز چینل کې   په اردن ، سورئې ،لبنان اوعراق کې د  فلسطنیو کډوالو د  دایمی  هستوګنې  لپاره دامریکا د پروګرام هرکلی   کړی ؤ . 

 له دې سره په یووخت د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو  خارجه وزیر  ریاض المالکی   دفلسطینیو کډوالو د دایمی  دیره کیدا  لپاره دامریکا  پلان  په پلویتوب تورن کړی او وئیلی ئې دی ،  له نړیوالو قوانینو سره   په تضاد کې دغه پلان ماته خوړلې ده .

 داپه داسې حال کې دی ،  چې  د ملګروملتو  یو سل څلور نویم پریکړه لیک  په جوت ډول ،  خپل هیواد ته دفلسطینیو  کډوالو دبیرته ستنیدا  او  هغوی ته د تاوان د ورکولو  په حق  ټینګار کړی دی .  

http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i76544

captcha