IQNA

د عدالت غږ د جبر او جنایت په غږ بریالی کېږی

11:15 - September 21, 2018
د خبر لمبر: 3481524
نړیواله ډله: عبدا.... عبدا.... هم چې د کابل په لوېدیځ کې الزهرا جومات ته تللی ؤ، په خپلو خبرو کې ئې ویلی، نن سبا دښمنان د افغانستان پر سلامتیا حملې کوی ، له بده مرغه په دې وروستیو کې د خلکو د قربانیو شاهدان یو، دلته د افغانستان دښمنان القاعده، داعش او نورو ترورېستی ډلو په هر عنوان او هر نوم چې وی د افغانستان په سلامتیا حملې کوی او د افغانستان په ملی یووالی او پیوستون حملې ترسره کوی او زه یقینی یم چې ان‌شاءا... دوی به ناکام وی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، که څه هم د افغانستان دښمنان غواړی چې مسلمانان په سخت عذاب کې راګېر کړی، خو ، د عدالت غږ د جبر او جنایت په غږ بریالی کېږی .

زمونږخبریال راپور راکړ  دافغانستان ولسمشر  اشرف غنی پرون د کابل په لوېدیځ کې د حسینی عاشورا د ورځې د ویر په دستورو کې وویل چې د افغانستان مخالفان هڅه کوی چې خپلوترهه ګرو حملو او جنایتونو  ته مذهبی رنګ ورکړی.،نن د زمانې شِمر  او  یزیدان غواړی ، افغانستان په یوه بله کربلا بدل کړی، د ټولو افغانانو درد او غم یو دی، خو دښمنان غواړی چې خپلو ترورېستی حملو ته قومی مذهبی بڼه ورکړی، شک نه‌شته چې په اهل تشیع او هزاره‌ګانو   حمله په ټول افغانستان حمله ده، د دې وطن د شیعه او سنی وینه یو رنګ لری.

ښاغلی غنی وویل، ترورېستان په جوماتونو، ښوونځیو او نورو علمی مرکزونو حملې کوی ،هر څوک چې غواړی زمونږ د خلکو ترمینځ نفاق پیدا کړی، له ځان او هم له نورو خلکو سره جفا کوی.

اشرف غنی  د کابل په لوېدیځ کې د امنیتی تدابیرو په اړه هم خبرې وکړې او ویې‌ویل چې په زیانمنو سیمو کې تصفیوی عملیات روان دی.

ولسمشر د امام حسین پاڅون ته په اشارې سره وویل چې عاشورا د ناانډوالۍ او ظلم په وړاندې د مقاومت درس دی.

داپه داسې حال کې دی ،چې د کابل په لوېدیځ کې دحسینی  عاشورا د لمانځلو په  پرونیو دستورو کې د نورو حکومتی چارواکو پشمول  د  ملی  وحدت حکومت د اجرائی شورا مشر عبدا... عبدا... او د جمهوری ریاست دوهمو مرستیالانو هم ګډون کړی و چې ټولو ویناوالو د امام حسین علیه السلام » په پاڅون او د هېواد په وروستیو پېښو خبرې وکړې.

  عبدا.... عبدا....چې د کابل په لوېدیځ کې  الزهرا جومات ته تللی ؤ، په خپلو خبرو کې ئې وویل، نن سبا دښمنان د افغانستان پر سلامتیا حملې کوی ، له بده مرغه په دې وروستیو کې د خلکو د قربانیو شاهدان یو، دلته د افغانستان دښمنان القاعده، داعش او نورو ترورېستی ډلو په هر عنوان او هر نوم چې وی د افغانستان په سلامتیا حملې کوی او د افغانستان په ملی یووالی او پیوستون حملې ترسره کوی او زه یقینی یم چې ان‌شاءا... دوی به ناکام وی.

افغان چارواکو د ترورېستی حملو د شنډولو لپاره پر ولس د یووالی غږ وکړ او ژمنه‌یې وکړه چې دوی د خلکو د مال او ځان د ساتنې لپاره هڅې لا زیاتوی.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږی چې په دې وروستیو کې کابل ښار او په ځانګړی ډول د ښار په لوېدیځ کې د په سلګونو شیعیان  د   پرله‌پسې ترورېستی حملوله امله په وینو کې لیت پیت شوی  دی .

http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i76627

captcha