IQNA

د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې درې هندی پولیس ووژل شول

22:32 - September 21, 2018
د خبر لمبر: 3481529
نړیواله ډله: په دې وروستیو کی هندی عسکرو په کشمیر کې ګڼ شمیر بی ګناه ملکیان وژلی دی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ پښتو برخې نه په نقل، د اسوشیټډپریس له راپور سره سم د هند پولیسو وویل یو شمیر ناپیژاندو وسله والو نن سهار د کشمیر د جنوب په دو کلیو کې د څو پولیسو په کورونو حمله وکړه او څلور کسان یې وتښتول . حمله کونکیو د یوه پولیس له خوشی کولو وروسته درې نور پولیس ووژل .
په دې وروستیو کی هندی عسکرو په کشمیر کې ګڼ شمیر  بی ګناه ملکیان وژلی دی .
تراوسه هیڅ کس یا ډلې د دغې حملې پړه پرغاړه نده اخیستی خو په وروستیو کلونو کې د لشکر طیبه په شمول ځینې ډلې له هندی عسکرو سره ښکیل دی .
 http://parstoday.com/ps/news/world-i76641
captcha