IQNA

شیطانی لاسونه داهواز په برید کښې لاس لری

19:50 - September 23, 2018
د خبر لمبر: 3481539
نړیواله ډله: العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دلبنان حزب الله غورځنګ بیګا د ایران ترهګره حمله وغندله .د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، 
حزب الله په یوې بیانیې کښې دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود ، ملت او حکومت ته د تسلیت په ترڅ کښې وویل ددغه ترهګر اقدام شاته شیطانی او خبیث لاسونه شته کوم چې دایران  د اسلامی جمهوریت امنیت او ثبات ته د ګوزار د ورکولو هڅه کوی .
دلبنان حزب الله غورځنګ وویل د اهواز جنایت هغو سترو بریالیتوبونو  ته چې د مقاومت چورلیز په سیمه او بیلابیلو جبهو کښې لاس ته راوړی دی په ډاګه او نیغ په نیغه غبرګون دی .
حزب الله وویل دا ډول ترهګرې حملې به د نړۍ له  مستضعفینو او نورو پتیالیو ملتونو او د فلسطین له  مقاوم ملت او مقاومت ډلو او غورځنګونو څخه د ایران د د اسلامی جمهوریت دهمیشنی ملاتړ ، په جنګ او سیاسی ډګر کښې په شتون ، قدرت او روحیې هیڅ اغیز ونلری .
دیمن دانصار الله غورځنګ سیاسی دفتر هم د ایران حمله ناځوانمردانه وبلله او ټینګار یې وکړه د اهواز ترهګر برید د سیمې دځینو عربو هیوادونو چې دامریکا ګوډاګیان دی  لخوا یو(۱) بزدلانه اقدام دی .
انصار الله وویل د سیمې عرب هیوادونه به له تاوان پرته بل شی لاس ته راونه وړی .
دیمن خارجه وزارت هم د اهواز حمله وغندله او د ایران له ملت ،حکومت او د شهیدانو له کورنیو سره یې خواخوږی اعلان کړه .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i76683

captcha