IQNA

سبا دایران په اهواز کښې عمومی ویر اعلان شوی

19:57 - September 23, 2018
د خبر لمبر: 3481541
نړیواله ډله: د ایران په جنوب لویدیځ کښې په خوزستان ولایت کښې د ولی فقیه استازی ایت الله سید محمد علی موسوی جزایری او د دغه ولایت والی غلامرضا شریعتی په یوې(۱) ګډې بیانیې کښې د اهواز د پرونۍ ترهګرې حملې دغندلو په ترڅ کښې سبا(دوشنبې ورځ ) په دغه ولایت کښې عمومی ویر اعلان کړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ایران د خوزستان والی غلامرضا شریعتی او د ولی فقیه استازی ایت الله سید محمد علی موسوی جزایری په دغه بیانیې کښې په دې خبرې سره چې د اهواز ترهګرې حملې یوځل بیا د ایران دشریف ملت او دنظام د تور زړو دښمانانو پلیده څیره ښکاره کړه ډاګینه کړه د اسلامی انقلاب قسم خوړلی دښمانان او دهغوې ګوډاګی عوامل دې باید پوه شی په ولسی  ضد او ترهګرو خوځښتونو سره دایران په خلکو کښې درز نشی رامینځته کولای .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i76679

captcha