IQNA

پاکستان له عربستان او اماراتو د مالي مرستې غوښتنه رد کړه

22:33 - September 25, 2018
د خبر لمبر: 3481547
نړیواله ډله: د پاکستان خارجه وزیر له عربستان او اماراتو د اسلام آباد د مالي مرستې د غوښتنې په هکله خبرونه دروغ وبلل.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، شاه محمود قریشي په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې د دري اویایمې کلیزې غونډې ترڅنګ، له عربستان او اماراتو څخه د اسلام آباد د مالي مرستې د غوښتنې په هکله د خپرو شویو خبرونو په ردولو سره مدعي شو چې پاکستان له دغو دواړو هیوادونو غوښتي چې که خوښه یې وي نو د پاکستان په مختلفو برخو کښې دې پانګونه وکړي.عربستان ته د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په وروستي سفر کښې وویل شول چې عربستان پاکستان ته د لس میلیارډ ډالري مرستې د ورکړې په هکله موافقه کړې ده. که څه هم پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې دغه پیسې په څه چل په پاکستان کښې د پانګونې ته د آل سعود رژیم په ګروهنې پورې اړوندې وښئي خو په پاکستان کښې د عربستان د پانګونو ډول او کړنلارې ته په پام سره چې زیاتره د وهابیت د پیاوړتیا او په پاکستان کښې د هغوي ترمدیریت لاندې دیني مدرسو په لړ کښې بڼه نیسي، دې کار په پاکستان کښې ډیره اندیښنه رامینځته کړې ده.
له تندلارو او ترهګرو ډلو د خپلو ملاتړونو د بندولو لپاره پر پاکستان د امریکې د سیاسي او اقتصادي دباؤنو ته په پام سره، عربستان ته د عمران خان سفر او د ده له حکومت سره د عربستان د لس میلیارډه ډالرو مرستې اعلان، له دې زیات چې په دغه هیواد کښې د پانګونې لپاره د آل سعود ګروهنې بیانونکی وي، د عربستان په کیمپ کښې د عمران په مشرۍ د اسلام آباد د نوي حکومت د ساتلو لپاره یو کوشش ګڼل شوی دی.
د مسلم لیګ نواز ګوند ماتې چې له آل سعود رژیم سره په دودیزه توګه پراخ او کورني تعلقات لري، عربستان په پاکستان کښې د خپل نفوذ له بایللو اندیښمن کړ او په همدې وجه آل سعود رژیم چې په وروستیو کلونو کښې یې په اسلامي هیوادونو کښې تفرقه او کړکیچ جوړونه په خپله ایجنډا کښې راوستې، د خپلو سیاستونو په مدار کښې د عمران خان د حکومت د ساتلو لپاره یې لاس لاخلاص کړی او هڅه یې کړې چې ځان د هغه د حکومت د ستونزو هوارونکی او ژغورونکی وښئي.
د نیوز ون ټي وي چینل کارپوه اینکره نادیه مرزا وايي: دا زمونږ حق دی چې د عربستان په کړچار نیوکه وکړو. په خواشینۍ سره وايي چې مونږ پر عربستان د نیوکه کولو لپاره پيسې اخیستې دي او زمونږ خلاف پروپاګنډې کوي. دا په داسې حال کښې دي چې د خلکو اعتراض پرحق دی.
د پاکستان په حکومت باندې د امریکې له دباونو وروسته دغه هیواد له ختیځ سره د ملګرتیا د پراخولو کړنلاره خپله کړه او هڅه یې وکړه چې د ایران له اسلامي جمهوریت، چین او روسیې سره د ملګرتیا په پراخولو سره د امریکې دباونه بې اثره کړي او څارونکي وايي چې د پاکستان حکومت په دې لړ کښې کامیاب عمل وکړ.
په دې حالاتو کښې له عربستان او اماراتو د مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره د عمران خان کړنلاره چې د پاکستان په خلکو کښې مناسب تاثر نه لري، د هغه پر حکومت منفي اغیزه کولی شي ځکه چې د خپل بهرني سفر د وړومبني مقصد او منزل په توګه د عربستان د غوره کولو لپاره د عمران خان توجیه د پاکستان عامه افکار قانع نه کړی شول. د پام وړ ټکی دا چې تحریک انصاف چې اوس د پاکستان قدرت په لاس کښې لري، د مسلم لیګ نواز ګوند د حکومت په وختو کښې له آل سعود واکمنانو سره د اسلام آباد د حکومت په ملګرتیا یو سخت نیوکه کونکی و.
په همدې لړ کښې شیرین مزاري چې د عمران خان د کابینې یوه وزیره ده، ویلي وو: د ملي پارلیمان د اعتماد له جلبولو پرته له عربستان سره په تیره بیا په پوځي برخه کښې ملګرتیا غیرقانوني ده او د دې موضوع په وړاندې چپتیا نه ده پکار.
په دې وجه اوس د پاکستانیانو په ذهن کښې دا مهمه پوښتنه شته چې په هر عنوان له عربستان څخه د عمران خان د حکومت د ۱۰ میلیارډ ډالري مرستو ترلاسه کول به آیا د اسلام آباد د حکومت لپاره هیڅ ډول پایلې ونه لري؟
آیا د عربستان حکومت د دې بخشش په بدل کښې چې حتی د مسلم لیګ د حکومت په پړاؤ کښې یې هم نه دی کړی، د عمران خان له حکومته د یمن په جنګ کښې د ملګرتیا او پکښې د پاکستاني پوځ د شتون د دوام په شان یولړ غوښتنې نه لري؟ په هغه جنګ کښې چې نتیجه یې د یمن د بیګناه خلکو په تیره بیا د ښځو او ماشومانو وژله ده چې د پاکستان خلکو په ځلونو غندلې ده او د آل سعود له رژیم سره د پاکستان د حکومت او پوځ د ملګرتیا نه کولو غوښتونکي شوي دي.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i76761
captcha