د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دایران د اسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو نن د سپیڅلی دفاع د اته دیرشمې کلیزې په مناسبت دیوې اعلامیې په خپرولو سره داسلامی ا یران اوسنۍ دفاعی ځانګړی قدرت او اقتدار د سپیڅلی دفاع داتو کلونو دمقاومت نتیجه ده . په دغې اعلامیې کې راغلی دی ، دایران په ضد د عراق دبعثی رژیم تپلی جنګ ، دملی ځان باؤرۍ او اقتدار دتولید او دنړۍ غوره څوکو ته د رسیدو اود پرمختګ او غوړیدا د ډاډمنو زمینو دبرابرولو لپاره په یوه تاریخی فرصت بدل شو .
د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک په دغې اعلامیې کې دایران دملت مقاومت او اته کلنه سپیڅلی دفاع ، د حق غواړو او له سلطې سره دمقابله کونکو ملتونو او ټولنو اوسنۍ غوره بیلګه بللې او وئیلی ئې دی ، داته کلنې سپیڅلی دفاع بیلګې، د داستکباری قدرتونو دنیابتی جنګونو ،دسیمې دمرتجعو حکومتونو دهڅو او دتکفیری ترهه ګرۍ په وړاندې د سیمې دمسلمانانو دمقابلې په ډګر کې خپلې اغیزې او دقدرت نوی ځلاګانې نندارې ته وړاندې کړی دی .
دستمبر دوه ویشتمه نیټه دایران له اسلامی جمهوریت سره د عراق د وخت دبعثی رژیم دتپلی جنګ دپیلیدا له کلیزې سره برابره ده او په درست ایران کې د وږی دمیاشتې یو دیرشمه نیټه د سپیڅلی دفاع د ا ونۍ دپیلیدا په توګه لمانځل کیږی .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i76759