IQNA

سعودی عربستان نیوکه کونکی خبریال وژلی

21:58 - October 07, 2018
د خبر لمبر: 3481594
نړیواله ډله:  جمال خاشقجي د وژلو معنا دا ده چې نیوکه کونکي حتی له عربستان بهر هم د ژوند امنیت نلري .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، الجزیرې ټیلی ویژن وویل د سعودی عربستان دغه خبریال او لیکوال له وژل کیدا مخکې په استنبول کښې د عربستان  د کنسولګرۍ چارواکو سخت شکنجه کړی او وهلی ټکولی وو .رویټرز خبری اژانس هم د ترکیې د دوو(۲) سرچینو په قول وویل ترکیه باوری ده چې د عربستان دغه خبریال او لیکوال په استنبول کښې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې وژل شوی دی .
د ترکیې یوه(۱) چارواکی وویل د پولیسو راپور وایې چې دسعودی عربستان په حکومت دغه نیوکه کونکی خبریال او لیکوال په استنبول کښې دعربستان په کنسولګرۍ کښې وژل شوی او وروسته یې مړی له کنسولګرۍ بهر ایستل شوی دی .
دترکیې دغه چارواکی  چې غوښتل نوم یې په ډاګه نشی وویل د پولیسو په نظر عربستان له مخکې څخه  د خاشقچی د وژلې پلان جوړ کړی وو.
خاشقجی په تیرې سه شنبې ورځ دترکیې په استنبول کښې د عربستان کنسولګرۍ ته له ورننوتلو وروسته بې درکه شوی وو .
دبښنې نړیوالې موسسې نن وویل د جمال خاشقجی د وژلو معنا دا ده چې نیوکه کونکی حتی له عربستان بهر هم د ژوند امنیت نلری .
نوی خبر وايي چې د سعودي عربستان پینځلس حکومتي چارواکي په تیرې سې شنبې ورځ ترکیې ته ورغلي وو او په استنبول کښې  په خپلې کنسولګرۍ کښې د نیوکه کونکي خبریال او لیکوال جمال خاشقجي له وژلو وروسته سمدستي له دغه هیواد څخه تللي دي .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i77075
captcha