نړیواله ډله: دایران دپولیسو قوماندان په دې خبرې کولو سره چې د ولس امنیت داسلامی ایران د ټولو مسئولانو اومدافعانو سره کرښه ده ، ووئیل ؛ امنیت ، په هر ټولنیز نظام کې یوه اساسی مقوله ده او هر هیواد دخپل حکومتی جوړښت لومړی لومړیتوب ، د داخلی او ملی رودو او طریقو کې دامنیت ټینګیدا په سر کې راولی او بې شکه د عدالت ، آرامښت دپراختیا او دامنیت دتامینیدا لپاره یوه مهربان او قدرتمند پولیس ته ضرورت دی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، زمونږ خبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت دپولیسو قوماندان سردار حسین اشتری نن په تهران کې د بهرنیو هیوادونو له سفیرانو ،سلایارانو او دنړیوالو اورګانونو له استازو سره د پولیسو په نهمې غونډې کې پخپلې وینا کې دایران په جنوب لویدیځ اهواز کې دسپیڅلی دفاع ددرنښت دکلیزې په مناسبت په موقعې یعنی د دستمبر د دوه ویشتمې پیښې ته په اشارې سره چې د یو شمیر ماشومانو پشمول پنځه ویشت کسان پکې شهیدان او لسګونو نور ټپیان شوی ، زیاته کړې ، دغه ترهه ګره پیښه په سیمې کې دامریکا او دهغې دملاتړو ترهه ګرو دسیسه وه . دایران دپولیسو قوماندان په دې خبرې کولو سره چې د ولس امنیت داسلامی ایران د ټولو مسئولانو اومدافعانو سره کرښه ده ، ووئیل ؛ امنیت ، په هر ټولنیز نظام کې یوه اساسی مقوله ده او هر هیواد دخپل حکومتی جوړښت لومړی لومړیتوب ، د داخلی او ملی رودو او طریقو کې دامنیت ټینګیدا په سر کې راولی او بې شکه د عدالت ، آرامښت دپراختیا او دامنیت دتامینیدا لپاره یوه مهربان او قدرتمند پولیس ته ضرورت دی .
داسلامی ایران دپولیسو قوماندان ټینګار کړی ، دغه ځواک دخپلو مامورانو په قربانۍ ، په هدفمنې او سرښیندونکی پلانونې سره توانیدلی ، د دښمنانو اودهغو د ملاتړو دسیسه شنډه کړی او دجنایتکارو جبهه هم ناکامه کړی .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i77175