IQNA

د حج په مراسمو د خاشقچي د قتل اغیزه

23:08 - November 05, 2018
د خبر لمبر: 3481643
نړیواله ډله: د ترکیې عدالت او پراختیا ګوند د منتقد سعودي خبریال د قتل د حقایقو د څرګندیدو لپاره له هرډول ملګرتیا د ډډه کولو او پټولو په لړ کښې د آل سعود رژيم اقدام د حج د مراسمو د امنیت لپاره یو جدي ګواښ وباله.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال مشر نعمان کورتولموش ویلي دي: مسلمانان اندیښمن دي چې هسې نه د حج او عمرې په مراسمو کښې د جمال خاشقجي په برخلیک اخته شي.
هغه څرګنده کړه: که مسلمانان د حج په امنیت شک وکړي نو د خادم حرمین شریفین صفت به نور پاتې نه شي او د حج مراسم به په ارامښت سره ترسره نه شي، په دې وجه غوره ده چې عربستان د خاشقجي د وژلې د پيښې د روښانه کیدو لپاره تحقیقاتو کښې مرسته وکړي او د دغه خبریال د ښخیدو ځاې وښايي.
هغه زیاته کړه چې عربستان له همداشان پکار دي د خاشقجي د وژلو د حکم صادرونکي هم په ګوته کړي.
سعودي رژيم کابو د دریو اونیو له تیریدو وروسته د اکتوبر په شلمه نیټه د یوې نیمګړې کیسې په وړاندې کولو سره په استنبول کښې د عربستان په کنسولګرۍ کښې د واشنګټن پوسټ د خبریال جمال خاشقجي وژله اتفاقي بللې او د هغه مړی لاهم نه دی موندل شوی.
http://parstoday.com/ps/news/world-i77901

captcha