IQNA

زرګونو امریکایانو د ټرمپ د سیاستونو خلاف مظاهرې وکړې

22:15 - November 09, 2018
د خبر لمبر: 3481649
نړیواله ډله: د امریکې زرګونو خلکو د خپل ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سیاستونو سره د مخالفت اعلانولو لپاره په واشنګټن او نیویارک ښارونو کښې مظاهرې وکړې.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، العالم خبري چینل خبر ورکړ چې مظاهره چیانو د امریکې د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کښې د روسیې د لاسوهنې د دوسیې د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د تحقیقاتو د خرابولو په موخه د ټرمپ حکومت له اقداماتو سره خپل مخالفت اعلان کړ.مظاهره چیانو همداشان په زور د امریکې د لوې څارنوال جیف سشنز Jeff Sessions په څنګته کولو او د دغه پوسټ د سرپرست په توګه د میتهیو ویټاکر Matthew Whitaker په غوره کولو چې پر دغو تحقیقاتو مشهور نیوکه کونکی دی، اعتراض وکړ.
اعتراض کونکو په دوام کښې له ولسمشرۍ د ټرمپ د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ چې د ټرمپ د سیاستونو او په یادو تحقیقاتو کښې د هغه د لاسوهنو خلاف به د امریکې په مختلفو ښارونو کښې لازیاتې مظاهرې وکړي.
د ویلو ده چې د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو ټاکنو کښې له روسیې سره د ډونلډ ټرمپ د انتخاباتي ټیم د تړاؤ په هکله تحقیقات د امریکې د سیاسي چارواکو ترمینځ همهغه شان یوه مهمه لانجه ده.
http://parstoday.com/ps/news/world-i78011
captcha