IQNA

د هند حیدرآباد جومات په کلینیک کښې د بېلابېلو دینونو منونکو نه ښه راغلاست

11:12 - November 13, 2018
د خبر لمبر: 3481660
نړیواله ډله: د هند حیدرآباد ښار فقیر مېشته او لرغونې سیمې کلینیک لرونکې جومات دی چې له هر دین منونکو ته طبی خدمات وړاندې کوي.

د ایکنا راپور له مخې، د تلنګاناتودی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د هند په حیدر آباد کښې اسحاق جومات، یو کلینیک د دغه سیمې فقیر خلکو ته د طبي خدمات وړاندې کولو لپاره جوړ کړې دي.
دا کلینیک د مرستې لاس سازمان  (Helping Hand Foundation ) له اړخه د دغه سیمې خلکو ته د علاج خدمات وړاندې کولو لپاره جوړ شوې دې.
د دغه جومات امام مولانا فائق خان په دغه اړه وویل: مونږ هیله لرله چې د علاج یو مرکز په دغه جومات کښې ؤ لرو چې د دغه سیمې په سلګونو فقیر خلکو ته طبي خدمات وړاندې کړو او خوشحاله یو چې د جومات یوه برخه د خلکو خدمات لپاره و ټاکلې شوه.
د مرستې لاس سازمان مشر مجتبی حسن عسکري په دې اړه وویل: مونږ غواړو چې دارنګه کلینیک مونږ په نورو جوماتونو کښې هم پيل کړو، څو جوماتونه دې چې کافي ځای لرې او د دارنګه علاج مرکزونو پرانیستا لپاره غوښتنه کوي، همدارنګه غواړو چې روغتون ته د تګ راتګ وسایل هم مونږ د ناروغانو اختیار کې ورکړو او د هغوي ناروغي ته کتنې سره هغوي مناسب روغتون ته منتقل کړو.
http://iqna.ir/fa/news/3762792
captcha