IQNA

د اسرائیلو د جنګ وزیر استعفا ورکړه

23:52 - November 14, 2018
د خبر لمبر: 3481662
نړیواله ډله:  د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر اویګدور لیبرمین(Avigdor Lieberman) د فلسطین په غزې تړانګې کښې د مقاومت ډلو په وړاندې په وروستۍ ناکامۍ پسې له خپل مقام څخه استعفا ورکړه .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د صهیونیسټ رژیم دجنګ وزیر اویګدور لیبرمین نن له خپل مقام څخه استعفا ورکړه او د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا غوښتنه یې  وکړه .
ویل کیږی چې د صهیونیسټ رژیم دجنګ وزیر اویګدور لیبرمین د فلسطین په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د وروستیو حملو په بندیدا نیوکه لرله خو د فلسطین دخلکو او د مقاومت د ځواکونو له میړانې ډکو مبارزو دغه رژیم د اووربند منلو ته مجبوره کړ .
په عین حال کښې دصهیونیسټ رژیم لسم(۱۰) ټیلی ویژن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ویلی وو که چیرې دفاع وزیر اویګدرو لیبرمین استعفا ورکړی نو دصهیونیسټ رژیم پارلمان کنیسټ(Knesset) به په چټکې سره ړنګ شی او په راتلونکو څو میاشتو کښې به نوی انتخابات ترسره شی .
د صهیونیسټ رژیم لسم ټیلی ویژن هم د دفاع وزیر اویګدور لیبرمین استعفا د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس لپاره ستره بریا وبلله .
دلبنان المیادین ټیلی ویژن هم راپور ورکړ د اسرائیلو ځینو رسنیو د لیکوډ ګوند د یوې سرچینې په قول وویل اټکل کیږی چې د جنګ دوزیر  اویګدور لیبرمین له استعفا وروسته لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د دفاع وزارت مسولیت پرغاړه واخلی .
د فلسطین د غزې تړانګې په سرحدونو کښې د صیهونیسټ رژیم او د فلسطین د مقاومت ترمینځ جنګ دمصر په مینځګړی توب سره له پرون  مازیګر څخه بند شو .
د فلسطین د مقاومت ډلو وویل تر هغه وخته چې صهیونیسټ رژیم اووربند ته پاې بند وسی دوې به هم اووربند ته ژمن وی .  
http://parstoday.com/ps/news/world-i78150
captcha