IQNA

په نړۍ کښې اوسنی جګړه د ارادو جنګ دی

0:26 - November 15, 2018
د خبر لمبر: 3481668
نړیواله ډله: ځینې هیوادونه دنړۍ په ډګرونو کښې د استکبار او د کفر دجبهې د نا ختمیدونکو د توقعاتو د یرغل په وړاندې د مقاومت توان نلري .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل،  د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په نړۍ کښې اوسنی جنګ د ارادو جنګ وباله او ټینګار یې وکړ معیوبو او معذورو ورزش کارانو په خپل ارزښمن حرکت سره وښودله چې قوی اراده ، کلتوری خپلواکۍ او اقتدار لری .
هغه حضرت نن سهار د روان میلادی کال د انډونیزیا په پارا اسیایی لوبو کښې د ایران د ورزش د کاروان له اتلوالانو او میډال ګټونکو سره په کتنې کښې د معیوبو او معذورو اتلوالانو د ویاړ د رامینځته کولو په ستاینې سره دغه اتل توب د رښتیونی ارادې نښه او د پټو ظرفیتونو په کار اچول وباله .
حضرت ایت الله العظمی خامنه ای دخپلو دینی او ملی ارزښتونو په دفاع کښې د معیوبو او معذورو ورزش کارانو په تیره د ښځینه ورزش کارانو په ځان باور ډیر د ستاینې وړ او مهم وباله او زیاته یې کړه  دیوې(۱) سترمنې میرمنې لخوا دایران د  ورزش د کاروان د بیرغ وړل او د جمعې د لمانځه ترسره کول یا د جمعې په لمانځه کښې ګډون کول د یرغل په وړاندې د نه تسلیمیدا او د نړۍ د لوچه توب او دجنسی ازادیو د یرغل په وړاندې په پیاوړی ډول د مقاومت کولو په معنا دی .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ډاګینه کړه په داسې شرایطو کښې چې ځینې هیوادونه دنړۍ په ډګرونو  کښې د استکبار او د کفر دجبهې د نا ختمیدونکو د توقعاتو د یرغل په وړاندې د مقاومت توان نلری او شاتګ کوی تاسو(دایران ورزش کارانو ) په مقاومت او د کلتوری قدرت په ښودلو سره دخپل دین او د ملی لباس ، حجاب او عفاف دفاع وکړه چې زه په همدې دلیل په صمیمی ډول او دایران داسلامی جمهوریت د ورزش دکاروان د غړیو مننه کوم .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i78141
captcha