IQNA

په کندهار ولایت کی د نبی کریم.ص. د میلاد په مناسبت د قرآن عظیم الشان ختمونه ترسره شول

9:05 - November 21, 2018
د خبر لمبر: 3481686
نړیواله ډله: مرستیال او سرپرست والی عبدالحنان منیب د نبی کریم.ص. د ژوند د سیرت یوه برخه بیان کړه او ویې ویل : حضرت محمد.ص. هغه وخت نړۍ ته راغئ چی د نړۍ پرمخ جاج او جرمونه اوج ته رسېدلی وه،
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، مرستیال او سرپرست والی عبدالحنان منیب د نبی کریم.ص. د ژوند د سیرت یوه برخه بیان کړه او ویې ویل : حضرت محمد.ص. هغه وخت نړۍ ته راغئ چی د نړۍ پرمخ جاج او جرمونه اوج ته رسېدلی وه، هغه زیاته کړه : نبی کریم.ص. یوازی د مسلمانانو لارښود نه بلکی د مځکی پرمخ د ټوله انسانیت لارښود ګڼل کېده. پرون  دافغانستان  په کندهار ولایت مقام کی د نبی کریم.ص. د میلاد په مناسبت دقرآن عظیم الشان ختمونه ترسره سو چی پرمهال یې مرستیال او سرپرست والی عبدالحنان منیب، د یو شمېر دولتی ادارو مسؤلینو او استازو، دینی عالمانو،ملاامامانو، قومی او ولسی مشرانو، د یو شمېر ولسوالیو ولسوالانو او په زیاتشمېر ځوانانو ګډون کړی وو .
په غونډه کی لومړی د نبی کریم.ص. د میلاد په مناسبت د قرآن عظیم الشان ختم اود عاوی وسوې او د لوی خدای.ج. دربار ته د امید لاسونه لپه سوه ترڅو په هیواد کی دائیمی سوله تأمین او افغانان د امن په فضاء کی ژوند کولو ته دوام ورکړی . 
همدارنګه مرستیال او سرپرست والی عبدالحنان منیب د نبی کریم.ص. د ژوند د سیرت یوه برخه بیان کړه او ویې ویل : حضرت محمد.ص. هغه وخت نړۍ ته راغئ چی د نړۍ پرمخ جاج او جرمونه اوج ته رسېدلی وه، هغه زیاته کړه : نبی کریم.ص. یوازی د
 مسلمانانو لارښود نه بلکی د مځکی پرمخ د ټوله انسانیت لارښود ګڼل کېده .ښاغلی منیب په خپلو خبرو کی د جمهور رئیس محمد اشرف غنی څخه ځانګړې مننه وکړه چی د نبی کریم.ص. د میلاد په مناسبت یې فرمان صادر کړی ترڅو یو شمېر محبوسین له بنده ازاد کړی چی په دغه فرمان کی د کندهار ولایت محبوسین هم شامل دی .نوموړی د دینی عالمانو او ملا امامانو څخه غوښتنه وکړه چی د ولایتی ادارې سره د نبی کریم.ص. د سیرت اړوند همکاری وکړی ترڅو په دغه برخه کی لنډمهاله او اوږد مهاله سیمینارونه دائر او عام خلګ ورڅخه ګټه اخیستنه وکړی .وروسته قومی مشرانو او دینی عالمانو هم د نبی کریم.ص. د میلاد اړوند بحثونه وکړه او د هغه د ژوند د سیرت بېلابېلی برخی یې د غونډی ګډون والو ته واورولې .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i78302
captcha