IQNA

دعربستان په بندونو کې دکابو درو زرو پاکستانیانو زندانی کیدا(بشپړریډیوئی راپور)

21:59 - November 28, 2018
د خبر لمبر: 3481712
نړیواله ډله: دپاکستان اوسنی لومړی وزیر او دتحریک انصاف واکمن ګو ندمشر عمران خان دهغه له حکومت سره د مرستې لپاره دعربستان د واکوالانو دژمنو په دلیل ، لیرې ښکاری ،له خپلې خوا د ولس په تیره بیا په عربستان کې د پاکستانیو د کارکونکو دکورنیو د تمو وړ غبرګونونه نندارې ته وړاندې کړی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، دپاکستان دخیبرپختونخواه صوبې د اداری او دکلود پراختیا د چارو پخوانی وزیر  عنایت ا.... خان  ایشو کړې ده،چې  ددغه هیوادکابو درې زره درې سوه نهه  ښاریز  د عربستان  په زندانو کې شپې سبا کوی او  په هغوی کې زیاتره د آل سعود رژیم د مامورانو په لاس ډیر زیات شکنجه ا و  کړول کیږی. عنایت ا...خان په عین حال کې ددغه خبر په اعلانولوسره وئیلی دی،ځینو پاکستانیوبندیانود آل سعود واکوالانو دبدوچلندونوپه علت خودکشۍ  کړی دی . 
له دې مخکې دپاکستان خارجه وزیر شاه محمودقریشی هم  ددغو احصایو په تائیدولو سره  دعربستان په بندونو کې د پاکستانیو ښاریزو شمیر  څه دپاسه درې زره تنه او  د متحده عربی اماراتو په بندونو کې هم دپاکستانیو بندیانو شمیر  دوه زره شپږسوه تنه اعلان کړی ؤ.په وروستیو څو کلونو کې پاکستانی ښاریزچې په عربستان کې دکارګرپه توګه  کارونه کوی ،پر ښځ، او  انجونو  د ټیکدارانو او اربابانو دتیریو،د تنخواګانو د نه ورکولو،او  پخپل وضعیّت  د اعتراض دنه کولو لپاره  له عربستانه د ویستلو له ګواښ سره یوځای  له ډیرو مشکلاتو اوترینګلتیاؤ سره  مخامخ دی .
که څه هم د پاکستان حکومت ددغه هیواد له ښاریزو سره  دعربستان د اربابانو او ټیکدارانو  په بد چلند اعتراض کړی دی،خو د هغومالی مرستو په دلیل  چې آل سعود رژیم  ئې د پاکستان  حکومت او ګوندونو ته ورکوی ،  د دغه هیواد حکومت،په جدی توګه دخپلو ښاریزو اوکارکونکودحقوقو  په خوندی کولوکې ګام نه پورته کوی،او دعربستان له رژیم سره په تاؤتریخوالی او مشکلاتومحافظه کارۍته ترجیح ورکوی او د خپلو ښاریزوپرمشکلاتو  سترګې پټوی .
  دبشری حقوقو په چارو کې یو څیړاند او کارپیژاند  ډیناالماءمون  په دې باب وائی،په عربستان کې د جنسی تیریو اوکړولو  قربانیان  له دې خطرې سره مخ دی،چې په زناتورن شی .کډوال  کارګران  که په عربستان کې له جنائی  محکمو سره  مخامخ شی،نو  د کرښې آخر ته به ورسیږی .دبهرنیو  کارګرانو د محاکمه کیدا په ډیرو موردونو کې  له عربی لغته   استفاده کیږی او دوی له قضائی بهیره بې  خبره پاتیکیږی،او په زیاترو موردونو کې د ژباړن،وکیل او کنسولی مرستو  په څیر له خدماتو  هم بې برخې  کیږی .
  دپاکستان دپخوانی حکومت په وخت کې په دې دلیل چې  مسلم لیګ ن واکمنې څانګې چې مشر ئې او د وخت  دلومړی وزیر نواز شریف کورنۍ  له آل سعود رژیم سره له کورنیو اړیکو برخمن دی،تل ئې دپاکستانیو کارګرانو په ضد دعربستان د ټیکدارانو او اربابانو په جنایتونو خپلې سترګې پټې کړی وې او اوس هم  دپاکستان اوسنی لومړی وزیر او دتحریک انصاف واکمن ګو ندمشرعمران خان دهغه له حکومت سره د مرستې لپاره دعربستان د واکوالانو دژمنو په دلیل،لیرې ښکاری،له خپلې خوا د ولس په تیره بیا په عربستان کې د پاکستانیو د کارکونکو د کورنیو د تمو وړغبرګونونه نندارې ته وړاندې کړی . 
 د آبزرور انګریزی ژبې ورځپاڼې په یوه وروستی تحلیل کې راغلی دی ، په عربستان کې دپاکستانیانو پشمول  په لسګونو بهرنی کارکونکې میرمنې دپانسۍ  له خطرې سره مخامخ دی،داپه داسې حال کې دی چې له بهرنیو کارګرانو سره د تعامل  دڅرنګوالی په دلیل  په عربستان نړیوالې نیوکې  په زیاتیدا دی ، خو  ال سعود رژیم  ورته هیڅ پام نه کوی او  د  بهرنیو  کارګرانو کړول او شکنجه کول  نه یوازې  پاکستانیانو پورې اړونده نه دی ، بلکې  دانډونیشیا، فلیپین ، سری لنګا پشمول  د ډیرو هیوادونو ښاریز  هم د سعودی عربستان د  ټیکدارانو د هرې ورځې له  بدوچلندونو  سره مخامخ  دی .
 په هرحال،دعمران خان حکومت چې په پاکستان کې له فساد سره د مقابلې او دخپلو ښاریزو دحقوقو  دخوندی ساتلو په ژمنې سره  و واک ته رسیدلی ، خو  اوس  واک ته دهغه دحکومت  د رسیدا   د سلو ورځو په تیریدا سره  په عربستان کې  دکارکونکو پاکستانیو ښاریزو دحقوقو په دفاع کې  له لازیاتو  مشکلاتو او ستونزو سره  مخامخ دی او  دپاکستان  ولس تمه لری،هغه له عربستان سره  د اړیکو په  وړاندې د ملاحظاتو په څنګةکولو سره،دیوه پاکستانی کارګرحیثیّت او شخصیّت د عربستان د واکوالانو  دمالی مرستو قربانی نه کړی،چې دپاکستان په ولس کې ډیر بد ذهنیّت رامینځةکولی شی .
  دپاکستان دخارجه وزیر شاه محمود قریشی له خوا د  عربستان په بندونو کې  دبندی پاکستانیانو   دشمیر تائیدیدا ،  له دې پرته چې  دهغوی دمشکلاتو حل لپاره کوم  ګام پورته  کړی ،  دپاکستانیو ښاریزو دحقوقو په خوندی ساتلو کې  دتحریک انصاف واکمن ګوند  اراده ،قدرت او توانمنۍ  تر پوښتنې لاندې راوستلی شی . 
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i78494
captcha