د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان پولیسو وویل چې د سیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې یې په یو لړ عملیاتو کښې د طالبانو د ملافضل الله ډلې دوه(۲) قومندانان چې رحمت علی شاه او صابر شاه نومیږی نیولی دی .رحمت علی شاه دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په بنو سیمه کښې دپولیسو مرکز ته نږدې په بم چاودنې تورن دی او صابر شاه هم د کراچۍ په لویدیځ کښې د طالبانو دعملیاتو مسولیت پرغاړه درلودلی دی .
صابر شاه د کراچۍ ښار د پاکونې لپاره د امنیتی ځواکونو له عملیاتو وروسته افغانستان ته تښتیدلی وو .
دطالبانو له دغو دوو (۲) نیول شویو قومندانانو وسلې او چاودیدونکی مواد کشف او ضبط شوی دی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i79124