IQNA

پاکستاني چارواکي د افغانستان د امنيت په تينګښت کښې د اسلام آباد په رول تاکيد وکړ

23:15 - January 04, 2019
د خبر لمبر: 3481828
نړیواله ډله: د پاکستان د اطلاع رسونې وزير د افغانستان د امنيت په تينګښت کښې د اسلام آباد په رول تاکيد وکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې فواد چودري وويل، د پاکستان امنيت په افغانستان کښې له امنيت سره تړلے دے او اسلام آباد د جنګ د ختمولو او د اشرف غني له حکومت سره د طالب ډلې د صلحې د خبرو اترو غوښتونکے دے.
له دې مخکې هم د پاکستان د خارجه وزارت وياند ويلي وو اسلام آباد د افغانستان د صلحې د خبرو اترو په چلند کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له کردار ادا کولو څخه هرکلے کوي.
د پاکستان او افغانستان لوړ رتبه چارواکو په ځلونو د افغانستان د صلحې او ثبات په اړه د يو بل هېوادونو ته سفرونه کړي دي، خو په افغانستان کښې د صلحې او امنيت د تينګښت د خبرو اترو مېز ته د طالب ډلې د راوستلو په لړ کښې هيڅ عملي قدم نه اوچت شوے.
captcha