IQNA

په هالینډ کښې د ایران په سفارت برید شوی

13:33 - January 10, 2019
د خبر لمبر: 3481857
نړیواله ډله: اسرائیلو د ایران پرضد د ډانمارک د دوسیې په جوړولو کښې نیغ په نیغه رول لرلی دی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د هالینډ ډی ټیلیګراف ورځپاڼې په خپلې ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې یو(۱) فیلم خپور کړی چې یوشمیر کسان پکښې دایران په سفارت دحملې او دسفارت له دیوالونو د اوړیدا په حال کښې دی .په دغه فیلم کښې یو کس په لاس کښې بیرغ لری چې ظاهرا د «الاحوازیه »ترهګرې ډلې بیرغ دی .
د ډی ټیلیګراف ورځپاڼې خبریال راف سانچز هم په ټویټر اینټرنیټ پاڼې د دغه فیلم دخپریدا په وخت د الاحوازیه ترهګرې ډلې عناصر د ایران په سفارت د حملې عاملان بللی دی .
دایران په سفارت دحملې عاملانو په پولیسو چې له هغوې سره یې د مقابلې نیت درلود هم حمله وکړه .
دهالینډ پولیسو دایران په سفارت ځینې حمله کونکی نیولی دی .
په هالینډ کښې دایران په سفارت دغه حمله له دې یوه(۱) ورځ وروسته وشوه چې اروپایی اتحادیې د ډانمارک د ادعاګانو پراساس د اټومی تړون له اجرایی کیدا وروسته دایران پرضد د  بندیزونو دوهم(۲) پړاو اعمال کړ .
ډانمارک د تیر میلادی کال د اکتوبر په دیرشمه(۳۰) نیټه له هیڅ سند وړاندې کولو پرته تهران په خپل هیواد کښې د یوې(۱) حملې د ترسره کولو لپاره په هڅې تورن کړ .
دایران اسلامی جمهوریت په کلکه  دهالینډ دغه ادعا رد کړی ده .
دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په صراحت سره ویلی دی چې اسرائیلو د ایران پرضد د ډانمارک د دوسیې په جوړولو کښې نیغ په نیغه رول لرلی دی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i79577
captcha